د یوې کړکۍ مخې ته په ګلابي څادر کې د ولاړې ۱۴ کلنې مسکا د تصویر لاندې لیکل شوي چې هغه به ډیر ژر "د یوه کوهي او څو بریښنايي تختو" په بدل کې واده کړل شي.
په پاریس کې د "دا ځمکه د ښځو لپاره نده" تر عنوان لاندې نندارتون کې د مسکا په څېر د لسګونو نورو افغانو نجونو او مېرمنو د شخصي ژوندانه، ناهیلیو او نادرو خوښیو کیسې او تصویرونه نندارې ته ایښودل شوي دي.
ددې تصویرونو ایراني الاصله ۳۶ کلنه کاناډايي عکاسې کیانا حایري په کابل کې اووه کاله تیر کړي. هغې د نیویارک ټایمز او نیشنل جیوګرافیک له رسنیو سره کار کړی دی.
په نندارتون کې په ایښودل شویو تصویرونو کې د افغان مېرمنو له کړاونو ډکې کیسې بیان شوي. حایري وايي پر دغې پروژې یې د شپږ میاشتو کار کولو په ترڅ کې په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو له کبله اندېښنه نوره هم زیاته شوې ده.
حایري وویل: "ځینو ښځو د طالبانو د بیاواکمن کېدو دوه کاله وروسته هم هڅه کوله چې یو څه وکړي او ژوند وچلوي خو اوس هغوی هم هیله بایللې ده."
دغې عکاسې د ۳۲ کلنې فرانسوۍ څېړونکې ملیسا کورنیټ سره په ګډه د افغانستان په اوو ولایتونو کې له ۱۰۰ ښځو او نجونو سره خبرې کړي دي.
کورنیټ چې د طالبانو تر بیاواکمن کېدو پورې، په کابل کې دوه کاله اوسېدلې، وايي له دغو ښځو یې پوښتلي چې "ایا داسې کومه هیله لري چې د طالبانو په واکمنۍ کې به یې وضعیت ښه شي؟ او تقریبا د ټولو ښځو ځواب منفي وو."
'قیدې شوې' ښځې
ملګرو ملتونو د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې پر ښځو باندې ددې ډلې محدودیتونه "جنسیتي اپارتاید" بللی دی.
ښځې له شپږم ټولګي پورته له زده کړې، پارکونو، سینګارتونونو او ځینو نور عامه ځایونو ته له تګ او له نارینه محرم پرته له سفر کولو څخه منع شوي دي. د یو تازه فرمان له مخې، په عامه ځایونو کې د ښځو پر لوړ غږ هم بندیز لګول شوی دی.
حایري وايي، د اوس لپاره، "د شپې په پای کې د رڼا هیڅ څرک نه ښکاري."
په پاریس کې په دغه نندارتون کې، چې د نومبر تر ۱۸مې به دوام ولري، د تنظیموونکو په خبره، ښودل کیږي چې "افغانې مېرمنې څنګه تر خپلو کورونو محدودې شوي دي."
کورنیټ وویل: "له یوې یا دوو پرته له ټول ۱۰۰ ښځو سره یې د هغوی او یا پخپل کور کې خبرې کړي دي ځکه چې داسې دریم ځای نه وو پاتې چې دوی پکې په مسئون ډول سره وګوري."
په ځینو تصویرونو کې ځوانې نجونې د خپلو کورونو دننه ښودل شوي چې خاندي، خوښي کوي او یا د زیږېدو کلیزه نمانځي. د یو دغه عکس لاندې لیکل شوي، دا ډول شیبې د افغان مېرمنو د حق ښودنه کوي چې "د خپلو خوښیو نمانځنه وکړي."
په نورو تصویرونو کې، په مخفي ځایونو کې د زده کړې په څېر، د ښځو مقاومت او سوله ایزه مبارزه نندارې ته وړاندې شوې ده.
په زیاتره دغو تصویرونو کې د افغان مېرمنو د ورځني ژوند کړاونه ښودل شوي دي.
په دې کې د مسکا تصویر هم شامل دی چې په پاکستان څخه زیږېدلې او تازه له خپلې کورنۍ سره له هغه هېواد څخه شړل شوې ده.
کورنیټ وویل: "دا چې کورنۍ یې په اقتصادي لحاظ بې وزلې ده، دا یې منلې چې د یو کوهي او څو شمسي تختو په بدل کې هغه د ځمکې د مالک زوی ته واده کړي چې شاوخوا ۳۰۰ تر ۴۰۰ ډالر کیږي."
حایري او کورنیټ وايي، د افغانستان په اړه د خپلې پوهې او اجازې ترلاسه کولو په اساس ددغو تصویرونو په اخیستلو توانېدلي، او ددغه وضعیت په لیدلو "زړه ماتې او ناهیلې" شوي دي.
دوی پوښتنه کوي چې "ایا دا به کوم څه بدل کړی؟" کورنیټ وویل: "موږ دقیقا پوهیږو چې وضعیت څه ډول دی... دمګړی داسې سیاسي اراده نشته چې له دوی [افغان مېرمنو] سره په افغانستان کې مرسته وشي او یا هم له افغانستان څخه په وتلو کې ورسره مرسته وشي او په اروپا او یا امریکا کې ورته ښه راغلاست وویل شي."
د ناټو ايتلاف چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه له وتلو وړاندې يې ۲۰ کاله له طالبانو سره جګړه وکړه، د ښځو حقونه د يو ستر لامل په توګه یاد کړي، کوم څه چې د منتقدینو په باور اوس هېر شوي دي.
کورنیټ وايي، "موږ د هغه مسؤلیت په اړه کافي خبرې نه کوو چې د افغان مېرمنو په وړاندې یې لرو."
فورم \ دبحث خونه