سږکال ۵۹۵ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغانان او په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه د کډوالو په توګه ژوند کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې له پیل څخه د مۍ د میاشتې ترپای پورې شاوخوا ۵۹۵ زره افغان کډوال د ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د سه شنبې په ورځ جولاۍ دویمه ( چنګاښ ۱۲) په یو راپور کې ویلي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۵۲۶۸۰۰ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله د ستنیدونکو افغانانو په شمیر کې ۴۴ فیصده زیاتوالی ښيي.

اوچا ویلي چې له ایران څخه د ستنو شویو افغان کډوالو ۴۳ فیصده یې سړي، ۱۴ فیصده ښځې او ۴۳ فیصده نور یې د ۱۸ کلنو د عمر څخه د کم عمر لرونکي ماشومان دي.

دغې ادارې په دې راپور کې له پاکستان څخه د ستنو شویو افغان کډوالو په اړه ویلي چې د روان کال په لومړیو پنځه میاشتو کې ۶۸۹۰۰ افغان کډوال له دغه هیواد څخه خپل وطن ته ستانه شوي، چې د تیر ۲۰۲۳ کال د همدې مودې پرتله په کې ۴۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

له پاکستان څخه په ستنو شویو افغان کډوالو کې ۲۰ فیصده یې سړي، ۲۶ فیصده ښځې او ۵۴ فیصده یې د ۱۸ کلنو څخه د کم عمر ماشومان دي.

اوچا ویلي: "د افغانستان د ۲۰۲۴ کال د بشري اړتیاو د ځواب ویلو پلان، ستنیدونکو لپاره کلیدي ننګونې د هغې له ډلې د ساتنې په برخه کې خطرونه، د سرپناه او کورونو نشتون، محدود معیشتي فرصتونو شتون، اساسي خدمتونو لکه روغتیايي خدمتونو، محدودو منابعو ته د تقاضا زیاتیدل او د ناڅرګند سیاسي او امنیتي وضعیت اغیزې په نښه کړي دي".

د طالبانو حکومت د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر غندلی او ددغو هیوادونو څخه یې غوښتي چې افغان کډوالو سره دې د نړیوالو معیارونو له مخې چلند وکړي.

خو ایراني او پاکستاني چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې یوازې هغه افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستنوي چې په دغو هیوادونو کې د اوسیدلو لپاره د اوسیدانې قانوني اسناد نلري.

پاکستان حکومت د تیر ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی چې د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې په ترڅ کې یې تراوسه ۶۱۰ زره افغان کډوال له دغه هیواد څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم ویلي چې ځینو ملاحظاتو ته په کتنې تهران هغه کډوال چې په غیرقانوني ډول دغه هیواد ته ورځي نشي منلی.

د ملګرو ملتونو د یو راپور له مخې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغانان او په پاکستان کې ۳.۲ میلیونه د کډوالو په توګه ژوند کوي.