نتنیاهو ملګرو ملتونو ته: لبنان کې سوله‌ ساتي ځواکونه د خطر له ساحې څخه بهر کړئ

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۲) د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه وغوښتل چې په جنوبي لبنان کې دېره شوي سوله‌ساتي ځواکونه د "خطر له ساحې" څخه بهر کړي او ادعا یې کړې چې حز‌ب‌الله له دغو ځواکونو څخه د "انساني سپر" په توګه کار اخلي.

نتنیاهو د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګویتریس څخه دا غوښتنه یوه ورځ وروسته له هغې کړې چې په لبنان کې سوله ساتو ځواکونو په وروستیو نښتو کې د خپلو پنځو عسکرو د ټپي‌ کېدو سربېره په سیمه کې پر پاتې کېدو ټینګار وکړ.

هغه د کابینې له غونډې وړاندې په یوې وینا کې وویل چې د اسرائيل پوځ څو ځل د ملګرو ملتونو له سوله‌ساتو ځواکونو څخه له سیمې څخه د وتلو غوښتنه کړې خو په پرله پسې توګه دا غوښتنې رد شوي او "د حزب‌الله ترهګرو ته یې انساني سپر" برابر کړی دی.

نتنیاهو زیاته کړه:‌ "د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ځواکونو د تخلیې په اړه ستاسې د رد ځواب دوی د حزب‌الله یرغمل کوي. په دې سره به د دوی او زموږ ځواکونو د دواړو ژوند له ګواښ سره مخ شي."

نتنیاهو د ملګرو ملتونو سوله‌ساتو ځواکونو ته د زیان رسېدلو په اړه خواشیني وښودله او د مخنیوي لپاره یې د هڅو ډاډ ورکړ. خو هغه ټینګار وکړ چې تر ټولو اسانه لاره د خطر له ساحې څخه د دغو ځواکونو ایستل دي.

د ملګرو ملتونو سوله‌ساتو ځواکونو د لبنان له جنوب څخه د وتلو غوښتنه رد کړې ده.

د دغو ځواکونو ویاند اندریا تینینتي د شنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته وویل: "د پاتې کېدو لپاره یوه متفقه پریکړه شته ځکه د ملګرو ملتونو د بیرغ لپاره مهمه ده چې په دې سیمه کې پورته وي او وشي کولی چې د امنیت شورا ته راپور ورکړي."

د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ځواکونو (UNIFIL) ماموریت چې په کې د مختلفو ملیتونو شاوخوا ۹۵۰۰ سرتیري شامل دي په ۱۹۷۸ کال کې پر لبنان باندې د اسرائیل تر برید وروسته رامنځ ته شو.

په دغه ماموریت کې شاملو ۴۰ هېوادونو د شنبې په ورځ په یو ګډ بیان کې پر سوله‌ساتو ځواکونو باندې بریدونه په کلکه غندلي دي.

دوی ویلي: "دا ډول اقدامات باید سمدستي ودرول شي او باید په کافي اندازه وڅیړل شي."

د لبنان د صدراعظم غبرګون

د لبنان صدراعظم نجیب میقاتي د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش څخه د خپل اسرائیلي سیال غوښتنه وغندله چې د لبنان له پولې، څخه چېرې چې د حزب‌الله او اسرائيل ترمنځ نښتې زیاتې شوې دي، سوله‌ساتي ځواکونه وباسي.

میقاتي وویل لبنان د بنیامین نتانیاهو دریځ او د ملګرو ملتونو پر سوله‌ساتو ځواکونو باندې د اسرائیل برید غندي.

هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته د نتانیاهو خبرداری چې د سوله‌ساتو ځواکونو د ایستلو غوښتنه یې کړې ده له نړیوالو قوانینو څخه د دښمن د سرغړونې نوی باب دی.

لبنان کې سوله‌ساتو ځواکونو ته د درناوي غوښتنه

پاپ فرانسیس د یکشنبې په ورځ په لبنان کې د ملګرو ملتونو سوله‌ساتو ځواکونو ته د "درناوی" غوښتنه وکړه چې پر اسرائیلو باندې یې په قصدي توګه د دوی پر پوستو د برید کولو تور لګولی دی.

فرانسس په واتیکان کې وویل:‌ "زه په فلسطین،‌ اسرائيل او لبنان کې ټولو ښکیلو خلکو ته نږدې یم په هغه ځای کې چې غواړم د ملګرو ملتونو سوله‌ساتو ته درناوی وشي."

د لبنان په جنوب کې د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ماموریت ویلي چې د دوی ځواکونه په پرله پسې ډول په ناقوره ښارګوټي او نورو ځایونو کې تر برید لاندې راغلي دي. د ملګرو ملتونو د سوله‌ساتو ماموریت مرکز د لبنان په جنوب کې په ناقوره ښارګوټي کې موقعیت لري.

د اسرائيل او حزب‌الله ترمنځ جګړه کې تر اوسه لږ تر لږه د دغه ماموریت پنځه سرتیري وژل شوي دي.

په لبنان او غزه کې د ښکېلو خواو ترمنځ د جګړې د ودرولو لپاره مذاکراتو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې.

فرانسیس د انجلیس د لمانځه په پای کې وویل: "زه یو ځل بیا په ټولو جبهو کې د سمدستي اوربند غوښتنه کوم ترڅو سولې ته د رسیدو لپاره د ډیپلوماسۍ او خبرو اترو لاره تعقیب شي."

هغه زیاته کړه: "زه د ټولو قربانیانو، بې ځایه شویو، یرغمل شویو.... لپاره دعا کوم او هیله لرم چې دا ستر او غیر ضروري کړاو چې د کرکې او غچ له امله رامنځته شوی دی ژر پای ته ورسېږي."

هغه روان جنګ "وهم" وباله چې پر وینا یې هېڅ‌کله سوله او امنیت راوستلی نشي‌ او له ښکېلو خواو څخه یې وغوښتل چې له جنګ لاس واخلي.

فرانسیس همدا شان د اوکراین له ولسمشر سره له کتنې وروسته په خپلو خبرو کې د اوکراینیانو د ژوند په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه.

فرانسیس غوښتنه وکړه چې اوکراینیان باید ونه وژل شي او زیاته یې کړه:‌ "د ملکي وګړو پر ضد هوايي بريدونه ودروئ، چې تل تر ټولو زيات اغېزمن کېږي. د بې ګناه خلکو وژنه بنده کړئ."

پاپ فرانسس تل په اوکراین کې د سولې غوښتنه کړې ده او هڅه یې کړې چې په جګړه کې د منځګړیتوب رول ولوبوي خو د هغه هڅو تراوسه نتیجه نه ده ورکړې.