د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحادیې لبنان ته د مرستو رسولو 'هوايي دهلیز' پرانیستی


د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د جګړې په ترڅ کې د بیرت وضعیت
د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د جګړې په ترڅ کې د بیرت وضعیت

اروپايي اتحادیې چهارشنبې اکتوبر نهمه (تلې ۱۸) وویل چې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ د جګړې له کبله یې لبنان ته د بشري مرستو رسولو لپاره "هوايي دهلیز" پرانیستی دی.

اروپایي کمیسیون ویلي چې ددغه دهلیز له لارې ټاکل شوې ده چې په مرستو بار لومړنۍ درې الوتکې له ایټالیا او متحده عربي اماراتو څخه د جمعې په ورځ د لبنان پایتخت بیروت ته ورسیږي.

د کمیسیون مشرې ارسولا وان دیر لیان په ایکس کې لیکلي: "اروپايي اتحادیه په لبنان کې د کړکیچ له اغیزمنو خلکو سره ولاړه ده... له کمپلو څخه د سرپناه تر خیمو او درملو پورې توکي په لاره دي."

اروپايي اتحادیې تیره اونۍ وویل چې په لبنان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته یې دغه هېواد ته د بشري مرستو رسولو په خاطر ۳۳ میلیون ډالر اضافي بودیجه ځانګړې کړې ده.

اسرائیل د سپتمبر له ۲۳مې راهیسې په لبنان کې د حزب الله پر مرکزونو بریدونه زیات کړي، چې له کبله یې تر ۱۱۵۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا یو میلیون نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ترکیې ویلي له لبنان څخه یې د خپلو ۲۰۰۰ اتباعو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.
ترکیې ویلي له لبنان څخه یې د خپلو ۲۰۰۰ اتباعو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.

حزب الله د چهارشنبې په ورځ پر اسرائیل توغندي وتوغول او ویې ویل چې لبنان ته یې د اسرائیلي پلیو ځواکونو د اوښتو مخه نیولې ده. له دې یوه ورځ وړاندې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو خبرداری ورکړ چې لبنان ښايي د غزې په څېر له ویجاړۍ سره مخامخ شي.

اروپايي اتحادیې ویلي چې د تیرې اونۍ راهیسې ددغې اتحادیې د غړو هېوادونو بلجیم، فرانسې، پولنډ، سلواکیا او هسپانیې څخه لبنان ته د مرستو رسولو د همغږۍ چارې پیل شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG