د لاس رسي وړ اتصالات

نیکاراګوا د اسرائیل سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړلې


د نیکاراګوا جمهور رئیس دانیال اورتیګا او میرمن یې روزاریو موریلو .
د نیکاراګوا جمهور رئیس دانیال اورتیګا او میرمن یې روزاریو موریلو .

د نیکاراګوا حکومت جمعه اکټوبر ۱۱ (تلې ۲۰) د اسرائیل سره د دیپلوماتیکو اړیکو پرې کولو اعلان وکړ او د اسرائیل حکومت یې "فاشیست او نسل وژونکی" وباله.

د نیکاراګوا د حکومت په اعلامیې کې ویل شوي چې دا پریکړه د فلسطین په خاورو د اسرائیل د بریدونو په غبرګون کې شویده.

د مرکزي امریکا په لویې وچې کې پروت ددې هیواد کانګرس د جمعې په ورځ په یو پریکړه لیک کې د حکومت څخه ددې پریکړې کولو غوښتنه په همدې ورځ کړې وه چې په غزې د اسرائیل د تیري کولو یو کال پوره کیږي.

د نیکاراګو حکومت په اعلامیې کې ویل شو‍‍ي چې د اسرائیل جګړه تر غزې وروسته لبنان ته هم خپره شوې او د یمن، ایران او سوریې لپاره هم جدي خطر پیښوي.

د نیکاراګوا جمهور رئیس دانیال اورتیګا چې کین اړخی دی، په غزې کې د حماس پر ضد د اسرائیلي ځواکونو د عملیاتو یو تر ټولو سخت منتقد دی.

د ښاغلي اورتیګا میرمن، روزاریو موریلو چې د جمهور رئیس مرستیاله هم ده، مطبوعاتو ته یې ویلي چې د هیواد جمهور رئیس د اسرائیل سره د اړیکو پرې کولو امر کړی.

اسرائیل په نیکاراګوا کې سفیر نلري او د اړیکو پرې کولو پریکړه یې هم تر ډیره حده سمبولیکه ده، ځکه چې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې تقریباً په نشتون کې راځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG