د لاس رسي وړ اتصالات

لبنان: اسرائيل په پایتخت بیروت باندې برید کړی او ۲۲ تنه یې وژلي


د لبنان چارواکي وايي‌ د اسرائيل په تازه بریدونو کې ۲۲ تنه نور وژل شوي
د لبنان چارواکي وايي‌ د اسرائيل په تازه بریدونو کې ۲۲ تنه نور وژل شوي

د لبنان د عامې روغتیا وزارت وايي چې اسرائيل د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۱۰ (تلې ۱۹) په مرکز بیروت کې په یوې ګڼ مېشتې سیمې کې په بریدونو کې۲۲ تنه وژلي، امنیتي سرچېنې وايي چې د برید هدف د حزب الله ډلې یو مشر و.

اسرائيل له تېرو دوو اونیو راهېسې په لبنان کې د حزب الله ډلې اهداف په نښه کوي، خو د پنجشنبې په ورځ یې د پلازمینې بیروت مرکزي برخه په نښه کړې. دا درېیم ځل دی چې اسرائیل په مرکز بیروت برید کوي.

د لبنان د عامې روغتیا وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي: «اسرائیلي دښمن نن ماښام په مرکز بیروت باندې برید کړی چې ۲۲ تنه په کې وژل شوي او ۱۱۷ نور ژوبل شوي دي.»

اسرائيلي مقاماتو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د لبنان یو امنیتي مقام، د خپل نوم نه ښودلو په شرط ویلي دي، چې د برید هدف د حزب الله ډلې یو مقام و چې دغو سیمو ته به یې تګ راتګ کاوه. لا معلومه نه ده چې دغه مقام هم وژل شوی که نه.

د لبنان ملي خبري رسنۍ (ان ان ای) ویلي دي چې بریدونه د بیروت د نویري او باستا په سیمو کې شوي. دا رسنۍ وايي چې لومړي برید کې د یوې اته پوړیزې ودانۍ درېیم پوړ او په دویم برید کې یوه بله څلور پوړیزه ودانۍ په نښه شوي.

د ژغورنې ډلو او سیمه ایزو خلکو د نړیدلو ودانیو څخه د زخمیانو په اېستلو کې مرسته کړې.

د تېر کال د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائيل باندې د حماس له بریدونو او بیا په غزې باندې د اسرائيل د عملیاتو له پیل راهېسې تقریبآ هره ورځ د حزب الله ډلې جنګیالیو او د اسرائیل ځواکونو په یو بل ډزې کولې.

خو د سپتمبر له ۲۳ نېټې راهېسې اسرائيل په لبنان کې په حزب الله باندې بریدونه زیات کړي دي، چې د مقاماتو په وینا تر دې دمه یې څه باندې ۱۲۰۰ تنه وژلي دي. په وژل شویو کې د حزب الله ډلې مشر حسن نصر الله هم شامل دی.

ایران د حزب الله کلک ملاتړی دی. تهران څو ورځې مخکې د حسن نصرالله او په تهران کې د حماس ډلې د مشر اسماعیل هنیه د وژنې د غچ اخیستو لپاره په اسرائیل باندې شاوخوا ۲۰۰ میزایل وتوغول، چې د اسرائیل دافع هوا سیستم یې اکثریت په هوا کې خنثی کړل.

اسرائیل د ایران د بریدونو د ځواب لپاره تابیا نیسي. دا په داسې حال کې ده چې د اسرائیل صدراعظم ګواښ کړی دی چې لبنان به د غزې په څېر «ویجاړ» کړي.

امریکا اسرائيل ته خبرداری ورکړی دی چې د غزې «ویجاړۍ» دې په لبنان کې نه تکراروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG