د میرسي کور (Mercy Corps) غیر دولتي ادارې په افغانستان کې پر روان بشري وضعیت باندې اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال په دغه هیواد کې ۱۱.۶ میلیونه وګړي د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي، چې دا شمیر به مارچ تر میاشتې ۱۴.۸ میلیونو کسانو ته لوړ شي.
دغې غیر دولتي ادارې د سه شنبې په ورځ، جنورۍ اوومه ( مرغومې ۱۸مه) رسنیو ته په استولي یو راپور کې ویلي، چې که څه هم د ۲۰۲۱ راهیسې اوس مهال د خوړو د نه خوندیوب وضعیت کې یو څه ښه والی راغلی دی، خو لا هم ۲۵ فیصده افغانان په ډیره لوړه کچه د خوړو نه خوندیتوب حالت تجربه کوي.
دغې ادارې ویلي: " ددغو کوچینو لاس ته راوړنو سره سره ۱۱.۶ میلیونه وګړي چې د افغانستان د نفوس ۲۵ فیصده کیږي اوس مهال په ډیره لوړه کچه د خوړو سخت نه خوندیوب تجربه کوي. دا شمیر به د ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې ۱۴.۸ میلیونو کسانو ته چې د ټول نفوس ۳۲ فیصده کیږي لوړ شي. وضعیت لا هم نازک دی."
په دغه راپور کې میرسي کور د ادارې د افغانستان د دفتر د رئیس، ډاین کوري له قوله ویل شوي چې تیر کال په افغانستان کې د واورو د اورښت له امله د غلو حاصلات ښه وو، چې ورسره د خوړو نه خوندیتوب وضعیت یو څه ښه شوی وو.
هغه ویلي: " خودا پرمختګ حاشیه يي او نازک دی. په ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلنو کې سخت ژمی او د وچکالۍ ګواښونوته په کتنې، دا لاس ته راوړنې بیرته له منځه وړلی شي."
میرسي کور د ادارې د افغانستان د دفتر د رئیس ویلي چې پرته د اوږدې مودې پانګونې او د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلو ټکانونو سره د ټولنو د تطابق په برخه کې د مرستې لپاره د هڅو پرته به سخته نیستي دوام ومومي.
د مرستې رسونې دغې غیر دولتي ادارې ویلي چې افغانستان د ۲۰۲۱ کال راهیسې د سیاسي بدلون، د کرونا وبا د اغیزو او د سیلابونو، زلزلو او وچکالۍ په ګډون د ګڼو ناورینونو څخه د زیږیدلو جدي ګواښونو او ننګونو سره مخ دی.
دغې ادارې ویلي چې ددې سربیره د ګاونډیو او سیمې د هیوادونو څخه د کډوالو بهیر ټولو دغو عواملو د خوړو د نه خوندیتوب پر زیاتیدو اغیزه کړې ده.
د میرسي کور راپور له مخې اوس مهال افغانستان کې ۱۱.۶ میلیونه وګړي چې د ټول هیواد د نفوس ۲۵ فیصده کیږي، په ډیره لوړه کچه د خوړو نه خوندیتوب تجربه کوي.
ددغه شمیر ۱.۸ میلیونه یې چې د ټولو وګړو څلور فیصده کیږي د خوړو د نه خوندیتوب د بیړني حالت چې څلورم پړاو شمیرل کیږي مخ دي او ۹.۸ میلیونه نور وګړي چې د ټولو وګړو ۲۱ فیصده کیږي د نه خوندیتوب د درېیمې کچې حالت سره مخ دي.
دغې ادارې ویلي چې د روان ۲۰۲۵ کال د مارچ تر میاشتې به په افغانستان کې د خوړو د نه خوندیتوب سره د مخ حالت د وګړو شمیر ۱۴.۸ میلیونو ته ورسیږي.
په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۴ کال د جون له میاشتې د ۲۰۲۵ کال د مې تر میاشتې د شپږو او ۵۹ میاشتو ترمنځ عمر لرونکي نږدې ۳.۵ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ څخه کړیږي او یا هم به دغه حالت سره مخ شي. میرسي کور په دې برخه کې په بیړني ډول د مداخلې غوښتنه کړې ده.
دغې ادارې ویلي چې په دې شمیر کې ۸۶۷ زره او ۳۰۰ پر سختې خوارځواکۍ اخته ماشومان هم شامل دي او ۲.۶ میلیونه نور د منځنۍ کچې پر خوارځواکۍ اخته ماشومان دي.
ددې ادارې د راپور له مخې ددې سربیره تمه کیږي چې په دغه موده کې ۱.۲ میلیونه میندواره او ماشومانو ته شیدې ورکوونکې میندې هم د سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.