افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) وايي چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې ۴۷۵ زره ماشومانو ته د درملنې لپاره ځانګړي خواړه برابر کړي.
په دغو ځانګړو خوړو کې پروټین، ویټامین او منرالونه ګډ دي، چې په سوء تغذیه اخته ماشومانو د روغتیا لپاره ډېر ګټور بلل کېږي.
یونیسف د دوشنبې په ورځ دسمبر ۳۰ ( مرغومې لسم) د ایکس په پاڼه لیکلي چې دا مرستې یې "په افغانستان کې د مرستو رسولو د ۳۳۰۰ خدماتي مرکزونو له لارې یې ۴۷۵ زره ماشومانو ته" رسولي دي.
تر دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي و چې په افغانستان کې د بشري مرستو پروګرامونو ته د کافي بودیجې د نه برابریدو له امله پر سختې خوارځواکۍ اخته ۷۰۰ زره ماشومان درملنې ته لاس رسی نه لري او د دغې ناروغۍ څخه کړیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر د میاشتې د شمیرنو پر اساس ویلي چې په دې شمیر کې ۲۷ زره او ۶۰۰ هغه ماشومان هم شامل دي چې سمدستي په روغتون کې بسترې کیدو ته اړتیا لري.
د دغه سازمان عمومي رئیس تدروس ادهانوم ګیبریسوس سپټمبر ۱۱ (وږي ۲۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي وو: "د هرو دریو افغانانو څخه یو یې په هغو سیمو کې اوسیږي چې د خوړو د نه خوندیتوب سره مخ دي. وضعیت د سیلابونو او وچکالۍ له امله لا خراب شوی دی."
د بلې خوا افغانستان لپاره د سویډن د مرستو کمیټې د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۳۰ ( مرغومې لسة) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ویلي: " د اقلیم بدلون سیاست ته اهمیت نه ورکوي. دا د بل هرځای پرتله افغانستان لا زیات ځپي. که چیرې مونږ د افغان میرمنو او ماشومانو سره د مرستې په برخه کې جدي یو، مونږ باید د اقدام لپاره یوه لاره ومومو."
ملګرو ملتونو په کوربتوب د روان کال د نومبر په نیمايي کې د اذربایجان په پایتخت باکو کې د اقلیم د بدلون په نړیوال کنفرانس کې له نړیوالو مشرانو وغوښتل چې هغوی باید نړیوال افغانستان کې د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلو یو شمیر ځانګړو عواملو د اغیزو د کمولو لپاره په بیړني ډول اقدام وکړي.
د چاپیریال ساتنې یو شمیر کارپوهانو اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د اقلیم بدلون پر افغانستان د پام وړ منفي اغېزو لامل شوی، چې دغه هېواد د جغرافيايي موقعیت او د اقلیم په اړه د کمزورو تګلارو له کبله له جدي ننګونو سره مخامخ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ( اوچا) په دې راپور کې ویلي چې لومړنی دلیل چې نړیوال مشران باید په افغانستان کې د اقلیم د اغیزو د کمیدو لپاره اقدام وکړي هغه دادی چې دا هیواد د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې په نړۍ کې د ګلخانۍ ګازونو د خوشې کیدو په برخه کې د ډیرې زیاتې کمې ونډې سره سره په بې ساري ډول د اقلیم د بدلون د ډیرو زیاتو ناسمو اغیزو سره مخ دی.
ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان سره د اقلیم د زیانونو د مخنیوي په برخه کې د نړیوالې ټولنې د مرستو د بیرته پیلیدو هڅې کوي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې په دغه هیواد کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو څخه وروسته بندې شوې وې.
فورم \ دبحث خونه