د سولې د نوبل جایزې ګټونکې او د نجونو د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ د نړۍ له مسلمانو مشرانو وغوښتل چې د طالبانو حکومت ته مشروعیت ورنکړي او د طالبانو له لوري د افغان ښځو د حقونو د سرغړونې له کبله باید خپل "رښتینی رهبریت څرګند" کړي.
ملالې یوسفزۍ په اسلامي ټولنو او هېوادونو کې د نجونو د زده کړو په اړه په اسلام اباد کې په نړیوالې غونډې کې وویل چې طالبانو ته «مشروعیت مه ورکوئ».
ملالې وویل: «د مسلمانو مشرانو په توګه، اوس یې وخت دی چې غږونه مو اوچت کړئ، خپل ځواک وکاروئ. تاسو حقیقي رهبریت ښودلای شي. تاسو رښتینی اسلام څرګندولای شي.»
ملالې زیاته کړه: «ساده خبره ده، طالبان ښځو ته د انسانانو په سترګه نه ګوري. هغوی خپل جرمونه په مذهبي او فرهنګي وضاحتونو باندې پټوي.»
ملالې یوسفزۍ همدغه راز په خپلو خبرو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د شړل کېدو مسئلې ته اشاره وکړه، خو د پاکستان دولتي تلویزون (پي ټي وي) د هغې د خبرو دا برخه په ژوندۍ خپرونې کې خپره نه کړه.
ملالې وویل: «زه یې تصور نه شم کولای چې یوه افغانه نجلۍ او یا افغانه ښځه داسي نظام ته بېرته شړل کېږي چې اینده یې نه مني.» پاکستان له ۲۰۲۳ کال راهېسې د یو شمېر هغو افغانانو چې پاکستان کې «د اوسېدو قانوني اسناد نه لري» شړل پیل کړي.
په دې غونډې کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) مشرې روزا اتنبایوا د اسلامي هېوادونو له مشرانو څخه وغوښتل چې باید د افغانستان له نجونو سره مستقیمې مرستې وکړې.
هغې وویل: «زه په دغو ټولو وزیرانو باندې چې له ټولې نړۍ څخه راغلي، غږ کوم... چې د هغوی (افغان نجونو) لپاره سکالرشېپونه، انلاین زده کړې او هر ډول تعلیم برابر کړي.»
په اسلام کې اباد کې دغې دوې ورځنۍ غونډې ته د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو مشران او استازي بلل شوي وو او د «نړۍ مسلم لیګ» د دې غونډې حمایت کړی.
په دې غونډې کې د سعودي عربستان یو دیني عالم او د «نړۍ د مسلم لیګ» مشر محمد العیسي تېره ورځ ویلي وو «هغوی چې وايي د نجونو زده کړې غیر اسلامي دي، غلط دي».
د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویليدي چې د طالبانو حکومت استازو ته هم دې غونډې ته بلنه ورکړل شوې وه، خو هغوی رانغلل.
طالبان په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له بیا رسېدو وروسته په افغانستان کې په ښځو او نجونو باندې له شپږم ټولګي ورپورته زده کړې بندې کړې، په کارونو، سیاسي، فرهنګي، اقتصادي اونورو مشارکتونو باندې یې کلک بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي. ملګري ملتونه دا «جنسیتي اپارتاید» بولي.