افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق، افغان زده کوونکو ته د "علامه اقبال" د تحصیلي بورسونو د درېیم پړاو د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي دي چې په دې پړاو کې به تر راتلوونکو درې کلنو ۴۵۰۰ افغان زده کوونکو ته په پاکستاني پوهنتونونو کې د زده کړو زمینه برابره شي.
محمد صادق د جمعې د ورځې ناوخته جنورۍ لسم (مرغومې ۱۱) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې پر خپله پاڼه په خپور شوي پیغام کې لیکلي چې په پاکستاني پوهنتونونو کې ددغو زرګونو بورسونو ۳۳ فیصده یې نجونو ته ځانګړي شوي دي.
محمد صادق ویلي چې په دې تحصیلي بورسنونو کې د طب، انجینرۍ، کرهڼې د زده کړو د څانګو په ګډون د ماسترۍ او ډاکټرۍ په کچه زده کړې شاملې دي.
افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي همداشان ویلي چې دا پریکړه دده په مشرې د " افغانستان او منځنۍ اسیا بین الدولتي غونډه" کې شوې ده.
هغه ویلي: "روانه میاشت به ۲۲ زره تقاضا کوونکي په یو مجازي ( انلاین) بڼه ازماینه کې برخه واخلي او د هغې وروسته به د نوماندانو د غوره کولو لپاره وروستۍ مرکې ترسره شي". محمد صادق ویلي چې بورسونو ته د نوماندانو د غوره کولو بهیر به تر ۴۵ ورځو پورې بشبړ شي.
هغه د زده کړو د بورسونو دا وړاندیز د افغان ځوانانو لپاره له هیواد بهر تر ټولو غوره تحصیلي پروګرام په توګه یاد کړی دی.
د پاکستان حکومت افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو ددغه اعلان دمخه هم دغه هیواد په دوو نورو پړاونو کې د "علامه اقبال" تر نامه لاندې زرګونو افغانانو ته بورسونه ورکړي وو.
د پاکستان لوړو زده کړو کمیسیون په ۲۰۲۳ کال کې هم ددغه هیواد په تعلیمي ادارو کې د افغان زده کوونکو لپاره د ۴۵۰۰ بورسونو اعلان کړی وو.
په افغانستان کې د جمهوري رژیم د نسکورېدو او په دغه هیواد کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په بهرنیو هیوادونو کې افغان زده کوونکو ته د بورسونو د ورکولو بهیر تر ډېره په ټپه درېدلی دی، او پخپله په دغه هېواد کې دننه نجونې له زده کړو محرومې شوې دي.
طالبانو په تیرو څه باندې دریو کلنو کې نه یوازې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی، بلکې بهر ته یې هم د زده کړو لپاره د یو شمیر هغو نجونو د سفر مخه نیولې ده چې تیرکال متحده عربي اماراتو ته له کابل څخه دوبۍ ته روانې وې.
دغو نجونو ته د متحده عربي اماراتو یو شتمن په دغه هیواد کې د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې وه، خو د طالبانو ددغه محدودیت سره سره یو شمیر نجونې په دې وتوانیدې چې متحده عربي اماراتو ته لاړې شي او هلته خپلې زده کړې پیل کړي.
د پاکستان له خوا افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو ددغه نوي اعلان دمخه په کابل کې د جاپان سفارت د تیر ۲۰۲۴ کال د مې ۱۱( ثور۲۲) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې افغان زده کوونکو ته په دغه هیواد کې د بورسونو د ورکولو اعلا کړی وو.
دغه سفارت ویلي وو چې دا بورسونه د ماسټرۍ او ډاکټرۍ تر کچې پورې د ۲۰۲۵ کال لپاره په پام کې نیول شوي دي. خو د جاپان سفارت د ورکړل شویو بورسونو شمیر نه و ښودلی.
پاکستان حکومت افغانانو ته د "علامه اقبال" د بورسونو د ورکولو دا اعلان په داسې حال کې کړی چې د نوي ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې ددغه هیواد پولیسو په اسلام اباد او ځینو نورو ښارونو کې د افغان کډوالو د نیولو او په جبري ډول افغانستان ته ستنولو لړۍ بیا پیل کړې ده.
په اسلام اباد کې میشت یو شمیر افغان کډوال وايي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پولیسو په دغه ښار کې د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د ایستلو بهیر پیل کړی، چې په ترڅ کې یې پولیس د افغان کډوالو د اوسیدو ځایونو ته ورځي، هغوی نیسي او په جبري ډول یې افغانستان ته شړي.
دغه افغان کډوال وايي چې د پولیسو له خوا په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. همداشان هغوی ویلي چې اکثره افغان کډوال د پولیسو له خوا د نیولو له ویرې له خپلو کورونو څخه بهر نه وځي.
د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان د حکومت دا تازه اقدام په نړیواله کچه د غبرګونونو سره مخ شوی دی. د بخښنې نړیوال سازمان او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ په جلا جلا غبرګونونو کې د پاکستان له حکومت غوښتي چې په دغه هیواد کې دې په خپل سر د افغان کډوالو نیول او افغانستان ته په جبري ډول د ستنولو لړۍ پای ته ورسوي.
فورم \ دبحث خونه