د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک د سه شنبې په ورځ ډسمبر ۳۱ (مرغومې۱۱) په نادولتي ادارو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د بندیز فرمان «ډېر تبعیضي» بللی او د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.
د طالبانو د اقتصاد وزارت څو ورځې مخکې نادولتي داخلي او بهرنیو ادارو ته په یو استول شوي مکتوب کې ویلي که یې ښځې په کار وګمارلې، د فعالیت جواز به یې لغوه کړي.
په دغه مکتوب کې، چې د طالبانو د اقتصاد وزارت د مرستیال محمد عالم په لاسلیک خپور شوی، ټینګار شوی: «یوځل بیا ټولو غیر دولتي موسسو ته هدایت کیږي چې په موسسو کې د ښځینه طبقې د وظایفو د توقف په اړه ددغه وزارت د (۴۲۹۲ ) نمبر مکتوب متن په پام کې ونیسي او د هغې پراساس اجرات وکړي.»
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ویلي دي چې د طالبانو دې فرمان «سخت خواشینی» کړی دی او «ناسم» دی.
ترک ویلي: «په افغانستان کې بشري وضعیت نازک دی او تر نیمایي زیات نفوس بې وزله دي. نادولتي ادارو افغان ښځو، نارینه وو او نجونو او هلکانو ته د مرستو په رسولو کې حیاتي ونډه اخیستې او دا اقدام به خلکو ته د بشري مرستو رسول مستقیمآ اغیزمن کړي.»
د ملګرو ملتونو دغه مقام له طالبانو څخه غوښتي، چې دا «تبعیضي فرمان او نور ټول هغه اقدامات چې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار، عامه خدماتو، روغتیايي مراقبتونو، د تګ راتګ او سفر مخه نیسي، لغوه» کړي.
ولکر ترک زیاته کړې ده: «په نړۍ کې هېڅ هېواد نه شي کولای چې نیم نفوس یې له عامه ژوند څخه محروم وي او هغه دې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه وده وکړي... د افغانستان د راتلونکې لپاره حاکم مقامات (طالبان) باید خپله لاره بدله کړي.»
د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهېسې چې په افغانستان باندې بیا حاکم شوي، تر شپږم ټولګیو ورپورته د نجونو په زده کړو او کار باندې د بندیز سربېره په ښځو او نجونو باندې قوي محدودیتونه لګولي دي.
د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو د کار د بندیز د دویم کال د پوره کیدو سره همهماله د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت د ډسمبر په ۲۴ نېټه یو ځل بیا په دغه هیواد کې له نادولتي ادارو څخه وغوښتل چې ښځې او نجونې په کار ونه ګماري.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د طالبانو د دې فرمان په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له دغې ډلې څخه یې غوښتي چې په نجونو او ښځو باندې د بندیز ټول فرمانونه لغوه کړي.
نوموړي د ډسمبر په ۲۰ نېټه په ایکس کې په یو پیغام کې لیکلي دي چې د یو باثباته سوله ایز او پرمختللي افغانستان لپاره د ښځو ونډه ضروري ده.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د تنظیم ادارې (اوچا) او یوناما هم په دې اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې د ښځو د کار، تعلیم او د بشري مرستو په رسولو کې د هغوی د مشارکت په اړه هڅې وکړي.
یوناما وايي طالبانو په تېرو شاوخوا دریو کالونو کې ۳۹۲ فرمانونه صادر کړي، چې د بشري مرستو په رسولو باندې یې مستقیما اغیز لري. اوچا وايي په دغو فرمانونو کې یې ۷۱ د ښځو د کار او مشارکت د بندیز په اړه دي.
طالبان وايي چې د شریعت په اساس د ښځو حقونو ته قایل دي او د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د ښځو او نجونو حقونه د افغانستان داخلي مسئله بللې ده.
فورم \ دبحث خونه