په طبي برخه کې د مېرمنو پر زده کړه د طالبانو د تازه بندیز وروسته ګڼ شمېر افغانې نجونې چې د نرسینګ، قباله ګۍ او نورو روغتیايي برخو کې په زده کړو بوختې وې، اوس په کور ناستې او راتلونکي ته اندېښمنې دي.
دغه نجونې خپل راتلونکي ته د اندېښنې سربیره وايي چې له پخوا د روغتیا په برخه کې افغانې مېرمنې له سختو ستونزو سره مخ وې، د دوئ په خبره، که وضعیت همداسې دوام وکړي دا ستونزې به څو چنده زیاتې شي.
له زده کړو محرومه شوې یوه افغانه تهمینه عظیمي ده. هغې امریکا غږ ته وویل: "زه په درېیم سمستر کې وم او وروستۍ ازموینه مو وه چې درسونه یې راباندې بند کړل."
تهمینه تر طبي زده کړو وړاندې د سوداګرۍ او ادارې د څانګې محصله وه چې طالبانو په افغانستان کې د نجونو پر مخ د لوړو زده کړو دروازې وتړلې. هغې وروسته په طبي زده کړې پیل وکړ. وايي دا فکر یې نه کاوه چې طالبان به دا دروازه هم د افغان نجونو پر مخ تړي.
مېرمن عظیمي زیاته کړه: "په روانې لحاظ تر فشار لاندې یم، ځکه تر دې وړاندې ما بي بي اې لوستله چې طالبانو مو پر مخ دروازې وتړلې او بیا مې طبي زده کړو ته مخه کړه تر څو خپلو خلکو ته خدمت وکړم، خو فکر مې نه کاوه چې دا دروازه به مې هم پر مخ تړل کیږي."
ډېوه صدیقي هم د تهمېنې په څېر د قابله ګۍ د څانګې محصله وه. نوموړې وايي چې ټولې همصنفیانې یې د مایوسۍ احساس کوي. هغې امریکا غږ ته وویل: "فکر مې نه کاوه چې د طب زده کړو دروازې دي زموږ پر مخ وتړل شي، خو اوس چې دا وروستۍ هیله هم ختمه شوه، په کور کې ناوړه احساس کوو."
اغلې صدیقي وايي تر دې وړاندې هم افغان مېرمنې له زیاتو روغتیايي ستونزو سره مخ وې، ددې په خبره که وضعیت همداسې ادامه وکړي، په افغانستان کې به د روغتیا سکتور نور هم له ستونزو سره مخ شي.
صدیقي زیاته کړه: "زموږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې افغان نجونې زده کړو ته پرېږدي ځکه زموږ د ټولنې اړتیا ښځینه ډاکټره ده تر څو خپلو افغان مېرمنو ته خدمت وکړي."
بلخوا د مېرمنو د حقونو فعالانې وايي که وضعیت همداسې دوام وکړي، راتلونکې لس کاله به د افغانستان راتلونکی تیاره وي.
د ښځو د حقونو فعالې مینه اکبري وویل: "موږ له وخته وخته زیاتې ستونزې لرلې، خو د طب په زده کړو بندیز زموږ لس کاله را تیاره کوي. په طبي زده کړو بندیز نه منطقي فیصله ده او نه یې سالم ذهن منلی شي. طالبان باید د روغتیا ستونزې زیاتې نکړي."
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز ولګاوه او د ۲۰۲۲ په دسمبر کې یې په افغانستان کې ټولو پوهنتونونو ته امر وکړ چې د نجونو پر مخ خپلې دروازې تر "امر ثاني" پورې وتړي.
د راپورونو په اساس، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت معین بخت الرحمن شرافت د ډسمبر په درېیمه (لیندۍ ۱۳) کابل کې د طبي انسټیټیوټونو د مشرانو سره په یوې غونډه کې هغوی ته وویل چې په دغو انسټیټیوټونو کې د نجونو په شمولیت او زده کړه بندیز لګول شوی دی. په دغو انسټیټیوټونو کې نجونو د قابله ګۍ، د غاښونو پروتیز، نرسینګ او لابراتوار په برخو کې زده کړې کولې.
که څه هم د مېرمنو پر طبي زده کړو د بندیز موضوع طالبانو په رسمي ډول نه ده اعلان کړې، خو په تېرو دریو کلونو کې یې د میرمنو پر کار او زده کړو پراخ محدودیتونه وضع کړي دي. د طالبانو دغو اقداماتو د نړۍ د ګڼو هیوادونو او سازمانونو سخت غبرګونونه پارولي دي.
فورم \ دبحث خونه