د اکتوبر د اومې بریدونو وروسته زیاتو اسرائیلي ښځو د وسلو پیریدلو د جواز غوښتنه کړې

د اردن سیند په غربې غاړه کې یوه اسرائیلي ښځه د وسلو د تمرین پر مهال

د اکتوبر په اومه پر اسرائيل باندې د حماس له بېساري برید وروسته زیات شمیر اسرائیلیان د ناامنۍ احساس کوي چې ورسره په دغه هیواد کې د ښځو له خوا د وسلې د جواز اخیستلو په غوښتنلیکونو کې زیاتوالی راغلی او فمینیستي ډلو په دې اړه انتقاد کړی دی.

د فرانسې خبري اژانس د شنبې په ورځ جون ۲۲‌(چنګاښ دویمه) د اسرائیل د امنیت وزارت د معلوماتو په اساس راپور ورکړی چې د اکتوبر د اومې له برید وروسته ۴۲۰۰۰ اسرائیلي ښځو د وسلې جواز د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده چې له دې شمیرې ۱۸۰۰۰ یې تائید شوي دي. د وزارت معلومات ښيي چې دا شمیره د جګړې وړاندې مودې په پرتله درې برابره زیاته شوې ده.

راپور کې راغلي چې په اسرائيل کې د ښځو له خوا د وسلو د جواز په ترلاسه کولو کې زیاتوالی وروسته له هغې راغلی دی چې د دغه هیواد ښي اړخي د امنیت وزیر اتمار بین ګویر د وسلې درلودلو په قانون کې اسانتیاوې راوستې.

د دغه وزارت په وینا، دا مهال په اسرائیل او اشغال شوې لویدیځه غاړه کې له ۱۵۰۰۰ څخه زیاتې ملکي ښځې وسلې لري او ۱۰۰۰۰ یې په جبري روزنیزو مرکزونو کې شاملې شوې دي.

د سیاسي علومو پروفیسرې لیمور ګونین د ایريیل په لویدیځه غاړه کې د وسلې د کارولو د روزنې په یو مرکز کې د فرانسې خبري ژانس ته وویل: "ما هیڅ‌کله هم د وسلو اخیستلو یا د جواز د ترلاسه کولو په اړه فکر نه کوه، خو د اکتوبر له اومې راهیسې وضعیت یو څه بدل شوی دی."

د اسرائیل چارواکو په وینا د تیر کال د اکتوبر په اومه نیټه پر اسرائیل باندې د حماس برید کې چې د جګړې د پیل لامل شو ۱۱۹۴ کسان ووژل شول چې لویه برخه یې ملکي وګړي‌ و.

له دغه برید وروسته اسرائیل پر غزې غچ اخیستونکي‌ بریدونه پیل کړل. د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د اسرائیل په ځوابي‌ بریدونو کې تر اوسه لږ تر لږه ۳۷زره او ۴۳۱ کسان وژل شوي‌ دي چې زیاتره یې ملکي وګړي دي.

که څه هم د حماس له برید وروسته په اسرائیل کې د وسلې د جواز په ترلاسه کولو کې زیاتوالی راغلی خو د اسرائیل د امنیت وزیر اتمار بین ګویر له دې وړاندې د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د وسلو اړوند قوانینو کې د اصلاحاتو د راوستلو ژمنه کړې وه.

بین ګویر ویلي و د هغو ملکي وګړو شمیر به زیات کړي چې وسلې لري او "له ځان څخه د دفاع وړتیا" به لوړه کړي.

د بین ګویر تر مشرۍ لاندې د وسلو د جواز د ترلاسه کولو پروسه ګړندۍ شوې ده او د اسراییل رسنیو راپور ورکړی چې د حماس له برید سمدستي وروسته چارواکو هره ورځ په سلګونو جوازونه اجرا کړي دي.

د اسرائیل اتباع یا دایمي اوسیدونکي په توګه له اتلسو کلونو پورته عمر درلودل، په عبراني ژبې تسلط او د روغتیا جواز درلودل په اسرائيل کې د وسلې درلودلو د جواز د ترلاسه کولو عمده شرایط دي.