د اسرائیل د دفاع وزیر وايي د غزې اوربند یو 'ستراتېژیک فرصت' دی

د اسرائیل د دفاع وزیر یواف ګالانت

د اسرائیل دفاع وزیر یواف ګالانت په غزې کې د اوربند او یرغمل شویو د خلاصون د ملاتړ تر څنګ وايي چې دا تړون اسرائیل ته یو ستراتېژیک فرصت برابروي چې ټولو امنیتي ستونزو ته ځواب ووايي.

د ګالانت په خبرو کې، چې نن سه شنبه سپتمبر ۱۰ (سنبله۲۰) خپرې شوې، خپلو کورونیو ته د یرغمل شویو ستنول «سم کار» بلل شوی دی. هغه اوربند ته په اشارې وویل: «موږ په ټولو جبهو کې د امنیتي وضعیت د تغیر لپاره ښه فرصت برابروي.»

اسرائیل د تېرکال په اکتوبر کې د حماس له بریدونو وروسته له دغې ډلې سره جنګېږي او همدغه راز په خپل شمالي سرحد کې د حزب الله له ډلې سره هم په جګړه دی.

د اسرائیل د دفاع وزیر له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل د اوربند لپاره په حماس باندې فشارونه روان وساتي او همدغه راز یې وویل چې د جوبایډن له لوري د وړاندیز شوي توافق د لومړۍ مرحلې کلکه ننګه کوي او هیله يې وښوده چې دا تړون د جګړې ختمولو ته لاره برابره کړي. ولسمشر بایډن د مۍ په ۳۱مه نېټه د اوربند د یو تړون وړانديز وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې تل ابیب باید داسې یو تړون وکړي چې شپږ میاشتې اوربند وشي او یرغمل شوي پرېښودل شی. یواف ګالانت وویل چې د حماس پوځي وړتیاوې ډېرې ځپلې شوې او دا ډله په غزې کې نور پوځي تشکیلات نه لري.

هغه وویل: «حماس لا هم په غلجکیو بریدونو بوخت دی او موږ د حماس د ترهګرو سره په جګړې اخته یو مشرتابه یې څارو.»

په همدې حال کې په غزې کې د روغتیا مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې د تلفاتو شمېر ۴۱زرو ته رسېدلی دی.

متحده ایالتونه، مصر او قطر له څو میاشتو راهېسې هلې ځلې کوي چې د اسرائیل او حماس ترمنځ اوربند وکړي، خو دا دواړه غاړې یو بل د خبرو په اوږدولو تورنوي.