د لاس رسي وړ اتصالات

هریس په کډوالۍ د سخت دریځ او اسرائیل ته د وسلو ورکولو د ملاتړ ژمنه کړې


د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند کاندیده کاملا هریس
د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند کاندیده کاملا هریس

د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند کاندیدې کاملا هریس ژمنه کړې چې د امریکا په جنوبي سرحد کې به د کډوالو په اړه سخت دریځ غوره کوي او اسرائیل ته به د وسلو ورکولو مخنیوی نه کوي.

هریس دا خبرې پنجشنبې ماښام اګست ۲۹ (وږي اتمه) د کاندیدې کېدو راهیسې په خپلې لومړنۍ تلویزوني مرکې کې کړي دي.

په امریکا کې د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په پنځمه کیږي. له سي این این سره په مرکه کې هریس ژمنه وکړه چې د سرحدونو د کنترول په برخه کې د قوانینو پلې کولو او داسې جامع مقرراتو رامنځته کولو هڅه به کوي چې له مخې به یې امریکا ته د کډوالو راتګ سخت شي.

هریس وویل: "د هغو کسانو لپاره چې زموږ له سرحد څخه په غیرقانوني ډول تیریږي، باید عواقب موجود وي او موږ ددې لپاره قوانین لرو چې باید تعقیب او پلي شي."

هغې همدارنګه د ولسمشر بایډن په څېر د اسرائیل د قوي ملاتړ ژمنه وکړه او د ځینو دیموکراتانو غوښتنه یې رد کړه چې وايي واشنګټن باید په غزه کې د فلسطینیانو د مرګ ژوبلې د لوړې شمېرې له کبله اسرائیل ته د وسلو ورکولو په اړه له سره غور وکړي.

هریس وویل د اسرائیل کلک ملاتړ کوي خو ټینګار يې وکړ چې په غزه کې د اوربند لپاره "موږ باید هرومرو اوربند شونی کړو."

هریس ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا اسرائیل ته به د وسلو ورکول ودروي، وویل "نه، موږ باید [د اوربند او یرغمل کسانو د خوشې کولو] تړون شونی کړو." هریس د ولسمشر جو بایډن د دورې له پیل څخه د ولسمشر مرستیاله ده.

د "غیرمتعهد ملي غورځنګ" بنسټ ایښودونکی عباس علوي چې د بایډن پر تګلارو یې انتقاد کړی، د غزې په اړه د هریس په ځوابونو ناخوښ دی.

هغه وویل: "که مرستیال ولسمشره اوربند غواړي نو باید د وسلو د لیږلو د سمدستي بندولو ملاتړ وکړي."

په دغه مرکه کې هریس، چې د ولسمشرۍ مرستیالۍ ته کاندید د منیسوټا والي ټیم والز هم ورسره مل و، ژمنه وکړه چې که ټاکنې وګټي نو پخپله کابینه کې به یو جمهوري غوښتونکي ته هم ځای ورکړي.

هغې وویل: "فکر کوم دا مهمه ده چې د مهمو پریکړو پر وخت په میز باندې د مختلفو نظریو او تجربو لرونکي خلک موجود وي. او زه فکر کوم چې دا به د امریکایانو په ګټه وي چې زما په کابینه کې یو جمهوري غوښتونکی هم موجود وي."

د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند کاندیده کاملا هریس د جورجیا په ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال
د متحده ایالاتو ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند کاندیده کاملا هریس د جورجیا په ایالت کې د ټاکنیز کمپاین پر مهال

په ۲۰۲۰ کې ولسمشرۍ ته له نوماندۍ څخه یو میاشت وړاندې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنو کې د دیموکراتانو د نوماند په توګه د بایډن د ځای نیولو پورې، هریس د ځینو مسلو په اړه د منځلارۍ په لور حرکت کړی دی.

هغې له مکسیکو سره د متحده ایالاتو په جنوبي پوله کې د مهاجرت په اړه خپل دریځ سخت کړی او د پنسلوانیا په ایالت کې چې په ټاکنو کې خورا مهم بلل کیږي، د "فرکینګ" په نوم د انرژۍ د تولید له میتود سره له مخالفت څخه لاس اخیستی دی.

هریس په خپلې پالیسۍ کې ددغه بدلون په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: "زما ارزښتونه نه دي بدل شوي."

هریس د پخواني ولسمشر او د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو د نوماند ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې رد کړې چې د کاملا هریس د تورپوستي والي په اړه یې شک څرګند کړی و. هریس پدې اړه د سي این این د کوربنې پوښتنې ته په ځواب کې وویل: "دا تکراري کلیشه يي خبره ده. بله پوښتنه مو وکړئ."

ټرمپ د ټروت سوشل په ټولنیزه شبکه کې په یو بیان کې د هریس ددغې مرکې په اړه ویلي: "زه د ملګرې کاملا هریس سره مناظرې ته سترګې په لار یم تر څو د هغې چل ول په ډاګه کړم."

ددې مطلب په چمتو کولو کې د رویټرز اژانس د راپور څخه استفاده شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG