د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د تعامل په اړه په یوه تازه خپره کړې مقاله کې ویلي چې افغانستان سره د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د مرستو کمښت د طالبانو د منزوي کولو لار نه ده.
ددغه سازمان مرستیالې پټرشیا ګاسمن او د جنوبي اسیا د څانګې یوې څیرونکې فرشته عباسي په یوه ګډه مقاله کې چې د جولاۍ د میاشتې په ۱۱(چنګاښ ۲۱) یې خپره کړې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال دمخه بهرنیو مرستو ته د افغانانو اتکا، د مرستو کمیدل، بندیزونه، واک ته د طالبانو د ستنیدلو وروسته د امریکا د متحده ایالاتو په ګډون د ځینو هیوادونو له خوا د افغانستان بانکي سیستم باندې لګیدلي محدودیتونو دغه هیواد د اقتصادي او انساني بحران سره مخ کړی دی.
په دې مقاله کې ویل شوي: "په داسې حال کې چې مرسته کوونکي باید د طالبانو پرمشرانو باندې د ښځو او نجونو د بشري حقونو څخه د سرغړونو پاې ته رسولو لپاره فشار ته دوام ورکړي، له افغانستان څخه د ملاتړ محدودیت د بشري مرستو په کمیدو د هغوی [طالبانو] د منزوي کولو لپاره د حل لار نه ده".
په دې مقاله کې ویل شوي چې افغانستان د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د میاشتې د ۱۱ را وروسته په بشپړ ډول د بودیجې په برخه کې په بهرنیو مرستو باندې اتکا لرله او د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې ددې بودیجې د زیاتې برخې ځنډول د افغانستان اقتصاد د یو ازاد سقوط کچې ته ورسوه چې تراوسه لا هم بیرته نه دی رغول شوی.
په دې مقاله کې ویل شوي چې د عاید د کمښت له امله لوږه زیاته شوې او بشري مرستو د اړتیاو زیاتیدو ته په کتنې مرستې کافي نه دي او د یو کار ورکوونکي اقتصاد ځاې نشي نیولی.
په دې مقاله کې ویل شوي: "په داسې حال کې چې دا مرستې د هغو افغانانو لپاره چې د خوړو د نه خوندیوب او د عامې روغتیا د کمزوري سیستم سره مخ دي، د ژغورنې لار وه، خو دا مرستې د کمیدو په حال کې دي، ځکه چې هیوادونه د طالبانو د نه همغږۍ د چلند څخه ستړي شوي او دې ته ترجیح ورکوي چې په نړۍ کې د نورو بحرانونو پر وړاندې مقابله وکړي".
طالبانو سره تعامل
د بشري حقونو د څار د سازمان په دې مقاله کې د طالبانو سره د هیوادونو تعامل ته اشاره شوې او ویل شوي چې د روانې جولاۍ میاشتې په سر کې په دوحه کې افغانستان لپاره د ۲۰ هیوادونو د استازو په ګډون د ملګرو ملتونو د غونډې وروسته دې پوښتنې چې حکومتونه څنګه د طالبانو سره تعامل وکړي زیات اهمیت موندلی دی.
ددغې مقالې د لیکونکو په باور د دوحې درېیمه غونډه د طالبانو د استازو سره لومړنۍ غونډه وه چې د افغان میرمنو د استازو د ګډون پرته جوړه شوه، ددې لپاره چې طالبانو د ښځو د ګډون او د ښځو د حقونو په تړاو د بحث ترسره کیدو سره مخالفت ښودلی وو.
د افغانستان مالي او بانکي بحران، نشه يي توکو سره مبارزه، د خصوصي سکټور پیاوړي کیدل او د اقلیم د بدلون اغیزې چې د ښځو پر ژوند په یو غیر متناسب ډول اغیزې پریباسي ددغو دوه ورځینو بحثونو په اجندا کې شاملې مسلې وې. دغه غونډه د بشري حقونو او د ښځو حقونود مدافعانو او بنسټونو د انتقادونو سره مخ شوه او بیا ملګرو ملتونو یوه ورځ وروسته په یوه جلا غونډه کې د افغان میرمنو او د مدني ټولنې د استازو سره خبرې وکړې.
په دې مقاله کې ویل شوي چې یو سوال چې په ذهن کې پاتې دی دادی چې څنګه کیدای شي چې افغانستان کې اوږد اقتصادي بحران او د لوږې شدت پر وړاندې اقدامات ترسره شي، پرته له دې چې د طالبانود سو استفادې د سیاستونو څخه ملاتړ وشي.
ددغې مقالې لیکونو لیکلي چې ډیرو هیوادونو او موسسو طالبانو سره کاري اړیکې ساتلې دي او دغې ډلې سره یې خپل تعاملات په اسانو شکلونو د بانکدارۍ او ضروري خدمتونو په برخو کې تخنیکي ملاتړ ته محدود کړي دي.
په دې مقاله کې ویل شوي: "د افغانستان د حادو ستونزو د هوارولو او د طالبانو شاته پریښودلو لپاره هیڅ لار نشته دی".