د امنیت شورا غړو په غزي کې د اوربند نه کېدو له کبله نا امیدي ښکاره کړه

د امنیت شورا غونډه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو د چهارشنبې په ورځ سپتمبر څلورمه (سنبله ۱۴) په غزې کې د اوربند او یرغمل شویو د خلاصون لپاره د توافق نه کېدو له کبله نا امیدي څرګنده کړه.

د سلوانیا استازي سمیول ژوبګار، چې د امنیت شورا دوره یي مشر دی، وویل: «په ټولې نړۍ کې د غوصې حس محسوس کېږي. په فلسطین کې غوصه، چې ملګرو ملتونو د هغوی لپاره کوم کار ونه کړای شو؛ د اسرائيل په سړکونو کې غوصه چې لا هم یرغمل شوي په غزې کې ساتل کېږي او د نړۍ د خلکو غوصه چې دا جګړه نه درېږي.»

د اسرائيل په غوښتنه د شپږو یرغمل شویو د وژل کېدو په اړه د امنیت شورا غونډه بلل شوې وه، شوبګار د امنیت شورا ته وویل چې د دغې شورا دنده ده چې د سولې لپاره فشارونه زیات کړي.

حماس ویلي‌ دي چې یرغمل شوي په ډزو او د اسرائيل په بمباریو کې وژل شوي‌ دي. الجزایر د امنیت شورا څخه وغوښتل چې د اردن په لویدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه هم بحث وکړي. اسرائيل دغلته د اګست په ۲۷مه نېټه عملیات پیل کړي، ملګري‌ ملتونه وايي چې تر دې دمه دغلته ۳۰ فلسطینیان وژل شوي چې اووه یې ماشومان دي.

د مالتا سفیرې ونیسا فریزر وویل چې ډېره خواشینې ده چې د فلسطین او اسرائیل په قلمرو کې وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي.

په عمومي ډول اندېښنه شته چې د امریکا،‌ قطر او مصر د دریو میاشتو له منځګړتوب وروسته لا هم په غزې کې اوربند نه دی شوی او یرغمل شوي پرېښودل شوي نه دي، ملګرو ملتونو په یو پرېکړه لیګ کې د دغو هلو ځلو ننګه کړې.

د ګیانا سفیرې کارولین رادریګز بیرکیت په دغې غونډې کې وویل: «دپلوماسي اسان کار نه دی. سخت کار او زیار غواړي او متاسفانه وخت ته اړتیا لري.»

هغې وویل چې د سولې مذاکرات لا ناکام شوي نه دي. یو لوړ پوړي امریکايي چارواکي ویلي دي‌ چې مذاکرات روان دي او د توافق کار «اساسآ» بشپړ شوی او یوازې په دوو مسائیلو توافق نه دی شوی. هغه وویل یوه مسئله د یرغمل شویو په بدل کې د فلسطینیانو پرېښودل او دویمه د اسرائيل د پوځ د حضور مسئله ده.

د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یو خبري کنفرانس کې په خپلې غوښتنې ټېنګار وکړ او ویې ویل چې د حکومت په دې غوښتنې یې مذاکره نه شي کېدای.

حماس اسرائيل تورن کړی چې په خپلو نویو غوښتنو سره مذاکرات غځوي، حماس وايي چې د فلادلفیا د دهلیز او په غزې کې د یو بل دهلیز کنترول په دغو غوښتنو کې شامل دی.
اسرائیلي مقامات وايی چې د تېرکال په اکتوبر کې د حماس بریدګرو په اسرائیل بریدونه وکړل او شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۵۰ نور یرغمل کړل. اسرائيل وايي اکثریت وژل شوي ولسي خلک دي.

په غزې کې د روغتیا مقامات وايي چې د اسرائیل په بریدونو کې تقریبآ ۴۱زره فلسطینیان وژل شوي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس اکثریت وژل شوي ښځې او ماشومان دي.