د قحطۍ د پیښیدو وړاندې د خبرداري شبکې په یو راپور کې ویلي چې د افغانستان په شمال ختیځ او مرکزي ارتفاعاتو کې د سیلابونو او د روانو اقتصادي ننګونو له امله چې د کورنیو د عایداتو د کمیدو او د هغوی د پیریدلو توان یې کمزوری کړی د هرو پنځه کورنیو څخه یوه یې په بحراني حالت کې ژوند کوي.
دغې شبکې د روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ د میاشتې په یو راپور کې چې د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کې خپور شوی تمه ښودلې چې ددې سره سره به د سپټمبر په راروانه میاشت کې چې په دغو سیمو کې د غنمو د فصل د اخیستلو موسم دی وضعیت یو څه ښه شي.
په دې راپور کې ویل شوي: "دې حالت ته ورته په ښاري سیمو کې هم کاري فرصتونو ته د محدود لاسرسي او حوالو کې د کمښت له امله ددې سره سره چې د خوراکي توکو بیې ټیټې شوي کورنیو د پیریدلو توان کمزوری شوی دی."
په دې راپور کې ویل شوي چې په ټیټو ارتفاعاتو کې خوراکي توکو ته لاسرسی د غنمو د فصل د اخیستلو وروسته ښه شوی دی.
ددغه راپور له مخې د افغانستان په ختیځو، شمالي او جنوبي ولایتونو کې د غنمو فصل اخیستل شوی دی او په مرکزي او لودیځو ولایتونو کې د حاصلاتو د راټولولو کار روان دی او تمه ده چې په دغو سیمو کې به د سپټمبر په میاشت کې د غنمو د فصل حاصلات راټول شي.
په راپور کې په روان کال کې د غنمو د حاصلاتو اټکل نه دی شوی، خو د طالبانو حکومت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د جولاۍ ۱۵ ( چنګاښ ۲۵) ویلي وو چې سږکال په افغانستان کې پر ۲.۱۴ میلیونه هکتاره ځمکه باندې غنم کړل شوي وو چې د پسرلي د موسم په پیل کې د پرله پسې بارانونو له امله په دغه هیواد کې د تیرکال پرتله د غنمو حاصلات تر ۱۳ فیصده زیات شوي دي.
ددغه وزارت ویاند مصباح الدین مستعین ملي تلویزیون ته ویلي چې که څه هم د غنمو د حاصلاتو ټولول له لاهم دوام لري، خو دغه وزارت په ۱۴۰۳ لمریز کال کې په افغانستان کې د پنځه میلیونو ټنو غنمو د حاصلاتو اټکل کړی دی.
همداشان د قحطۍ د پیښیدو وړاندې د خبرداري شبکې په دې راپور کې ویل شوي چې د زڼي لرونکو میوو لکه ګیلاس، بادام، زردالو او نورو مغز لرونکو میوو د حاصلاتو ټولول د جون په میاشت کې پیل شوي او په ځینو سیمو کې یې د حاصلاتو ټولول لا هم روان دي.
د قحطۍ د پیښیدو وړاندې د خبرداري شبکې په دغه راپور کې ویلي چې د میوو د حاصلاتو اوسط به د فبرورۍ د میاشتې په وروستیو او د مارچ د میاشتې په سر کې د سړې هوا د څپې له امله کم اوسي.
په دې راپور کې د وریژو، جوارو او پنبې حاصلاتو په اړه ویل شوي چې د افغانستان په شمالي ټیټو ارتفاعاتو، لودیځو، جنوبي او ختیځو سیمو ددغو توکو د حاصلاتو ټولول روان دي او تمه داده چې دا حاصلات به د اوسط کچې ته نږدې اوسي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د روان ۲۰۲۴ کال د جون په میاشت کې د غنمو او تازه میوو د حاصلاتو د رسیدلو له امله خوراکي توکو بیې ثابتې پاتې وې.
په دې راپور کې ویل شوي چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې په ځانګړي ډول امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ د بیې او د ډیزلو د بیې ثبات د خوراکي توکو د بیو په ثبات کې مرسته کړې ده.
په دې راپور کې ویل شوي چې د تیرکال پرتله د غنمو بیې ۱۶ فیصده ټیټې شوې او د تیرو څلورو کلنو پرتله سږکال بیا ۱۴ فیصده د غنمو د اوسط بیې څخه ټیټي دي.
افغانستان په کال کې له اوو میلیونو ټنو څخه زیاتو غلې دانې ته اړتیا لري چې د کورنیو تولیداتو ترڅنګ هرکال له بهرنیو هیوادونو میلیونه ټنه غله دانه دغه هیواد ته واردیږي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو ایف پي هم د افغانانو د خوراکي توکو د اړتیاو د پوره کولو لپاره هرکال په میلیونو ټنه خواړه دغه هیواد کې د بشري مرستو د ویشلو له لارې بیوزلو کورنیو ته برابروي.
د قحطۍ د پیښیدو وړاندې د خبرداري شبکې په دې راپور کې د روان کال د جون په میاشت کې د پاکستان د حکومت له خوا د افغانستان په تازه میوو او سبزیو باندې د ۳۰۰ فیصدو محصول د زیاتولو یادونه هم شوې او ویل شوي چې دغه اقدام د یوې خوا بهرته ددغو توکو صادرات کم کړي او د بلې خوا یې دننه په هیواد کې بازار ته ددغو توکو د عرضې کچه ډیره زیاته کړې ده چې له امله یې ددغو توکو بیې په بازار کې ډیرې ټیټې شوي دي.
دغې شبکې په دغه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د کرهڼې په سکټور کې د کار او مزدورۍ کچه لوړه شوې، خو دا کچه د تیر په څیر پاتې شوې ده.
په دې راپور کې د خوړو د نړیوال پروګرام له خوا ۸۵۳ زرو او ۵۰۰ کسانو ته د خوړو، نغدو پیسو او تغذیي د مرستو د برابرولو یادونه هم شوې ده.