د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي ټولنه: افغانستان کې د اوبو بحران مخ په ډېرېدو دی


د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو زیرمې ډیرې ښکته تللي چې ورسره د څښلو پاکو اوبو ته د خلکو اړتیا لا زیاته شوې ده.
د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو ښارونو او کلیوالو سیمو کې د ځمکې لاندې اوبو زیرمې ډیرې ښکته تللي چې ورسره د څښلو پاکو اوبو ته د خلکو اړتیا لا زیاته شوې ده.

په کابل کې د اروپايي ټولنې ماموریت په افغانستان کې د اوبو د بحران په ډېرېدو اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې وچکالي، ککړتیا او د اوبو زیات استعمال د خلکو تر ټولو ارزښتناکه سرچینې ګواښي.

ددغې ټولنې د شنبې په ورځ ناوخته جولاۍ ۲۷( زمري شپږم) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د راتلوونکو نسلونو لپاره د سیندونو او د ځمکې لاندې اوبو د خوندیتوب اړتیا باندې ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې ویلي: " وچکالي، ککړتیا او د اوبو زیات استعمال زموږ تر ټولو ارزښتناکه سرچینې ګواښي. راځئ چې د راتلونکو نسلونو لپاره خپل سیندونه، جهيلونه او د ځمکې لاندې اوبه خوندي کړو. موږ په ګډه کولای شو افغانستان او نړۍ د اوبو له ستونزو څخه خوندي کړو".

د چاپیریال ساتنې افغان کارپوهان وايي چې په تیرو نږدې دریو لسیزو کې په افغانستان کې پرله پسې وچکالیو د دوام له امله په دغه هیواد کې د ځمکې لاندې اوبو څخه د کرهڼیزو فصلونو د اوبخور لپاره کار اخیستل خورا زیات شوي چې ورسره ددغه هیواد په ډیرو برخو کې د ځمکې لاندې اوبو کچه ډیره ښکته تللې ده.

دغه کارپوهان وايي په تیرو څه باندې دریو لسیزو کې د اوږدو جګړو له امله افغانستان کې د ځمکې لاندې اوبو څخه د کار اخیستلو په برخه کې د قوانینو نه پلي کیدل هم د ځمکې لاندې اوبو د زیرمو څخه د خلکو په خپلسر ګټې اخیستنې ته لاره هواره کړې چې له امله یې ددغه هیواد په ډیرو برخو کې د طبیعي اوبو زیرمې لکه کاریزونه او چینې وچې شوي، چې ورسره خلکو د کرکیلې لپاره د نوې ټکنالوژۍ په کارولو سره د ژورو څاګانوایستلو ته مخه کړې ده چې دا لړۍ لا هم روانه ده.

په سویس کې میشت د "اې سي اې پي ایس" په نوم په اضطراري او پیچلو بحراني شرایطو کې د بشري اړتیاو د ارزونې یو بنسټ د روان ۲۰۲۴ کال د جولاۍ د میاشتې په ځلورم( چنګاښ ۱۴) په یو راپور کې په افغانستان کې د ژوند پر ټولو برخو د وچکالۍ د پراخه اغیزو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دغه بنسټ ویلي چې وچکالي په افغانستان کې د معیشت منابع او په ځانګړي ډول خواړه او اوبو ته لاس رسی ګواښوي چې ورسره یې په دغه هیواد کې د بې ځایه کیدو، روغتیا، ساتنې، امنیت او ثبات په اړه اندیښنې هم زیږولي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې وچکالي د میلیونونو افغانانو په ځانګړي ډول په شمالي، شمال لویدیځو او مرکزي ولایتونو کې کرهڼه، د خوړو خوندیتوب او معیشت ګواښي چې د شاخص له مخې د افغانستان د وچکالۍ شدت نږدې ددغه هیواد نیمايي ولسوالۍ د "لوړ خطر" په توګه او د"زیات خطر" په توګه درجه بندې کړي دي

دغه بنسټ ویلي: "وچکالي د خطر یو ضریب دی. اغیزه یې د ژوند په مختلفو برخو باندې هم ناسمه ده او هم شته مسایلو باندې لکه د وګړو د شمیر زیاتیدل په ځانګړي ډول د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو د ستنیدلو د شمیر په زیاتوالي باندې وضعیت لا وخیم کیږي".

په دې راپور کې راغلي چې په افغانستان کې وچکالي د اقلیم او انساني عواملو ترمنځ د پیچلو تعاملاتو څخه سرچینه اخلي او په دغه هیواد کې د بشردوستانه اړتیاو په یو اصلي محرک باندې بدله شوې ده.

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان د نړۍ په هغو لسو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او د اقلیم د اغیزو د کمولو لپاره لازم چمتوالی هم نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG