د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سختو بارانونو او ناڅاپي سیلابونوکې د مړو شویو کسانو شمیر ۵۸ لوړ شوی


ملګرو ملتونو ویلي سږکال د افغانستان ۳۳ ولایتونه د طبیعي پیښو شاهدان وواو طبیعي پیښې ددې سبب شوي چې په دغه هیواد کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا نورې هم زیاتې شي.
ملګرو ملتونو ویلي سږکال د افغانستان ۳۳ ولایتونه د طبیعي پیښو شاهدان وواو طبیعي پیښې ددې سبب شوي چې په دغه هیواد کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا نورې هم زیاتې شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" ویلي چې د افغانستان په ختیځو او شمال ختیځو ولایتونو کې په سختو بارانونو او ناڅاپي سیلابونوکې د مړو شویو کسانو شمیرزیات شوی دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د یکشنبې په ورځ جولاۍ ۲۱( چنګاښ ۳۱) په یو راپور کې ویلي:" تر نن ورځې پورې د ۵۸ کسانو د مړینې او ۳۸۰ تنو نورو د ټپي کیدو راپور ورکړل شوی دی".

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د طالبانو د حکومت د پيښو پر وړاندې د مبارزې د دولت وزارت هرې هغې کورنۍ ته چې خپلوان یې له لاسه ورکړي ۱۰۰ زره افغانۍ ویشلي دي او ددې سربیره د لسو او پنځه زرو ترمنځ افغانۍ یې ټپیانو ته هم د هغوی روغتیايي وضعیت ته په کتنې ورکړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د بشري مرستو شریکانو ددغو ناڅاپي پیښو سره هممهاله د جولاۍ په ۱۵ او ۱۶ باندې د بدخشان ولایت، بغلان، کونړ، لغمان، ننګرهاراو نورستان ولایتونو په څو ولسوالیو کې د ناڅاپي پیښو رامنځ ته کیدو وروسته مصیبت ځپلو ته د مرستو د رسولو لپاره هڅې چټکې کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي:"تراوسه د ګډې ارزونې ټیمونو په ټول ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې یو زر او ۹۵۲ مصیبت ځپلو کورنیو ارزونه کړې او د ارزونې لړۍ لا هم دوام لري".

ددې راپور پر اساس په مصیبت ځپلو سیمو کې د کورنو او د زیربناو د تخریب سربیره، د تورخم په سرحدي سیمه کې د عمري کمپ سره نږدې چې له پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو د هرکلي لپاره جوړ شوي ۵۵۰ خیمې هم ویجاړې شوي او د اوبو زیرمې او روغتیا او د لمرد انرژۍ څخه د بریښنا سیستم او هم حمامونه یې ویجاړ کړي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په ټولو مصیبت ځپلو ولایتونو کې کورنۍ خوړو، سرپناه او د ځان وینځلو خدمتونو او د هغې له ډلې څښلو پاکو اوبو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د هغو کسانو د سلامتیا په اړه چې په ازاده فضا کې په کمپونو کې او یا هم په موقتي ډول د اوسدانې په سرپناو کې اوسیږي اندیښنه ښودلې ده.

ددې سربیره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ټینګار کړی چې هغه کورنۍ چې په دې مصیبت کې زیاتې زیانمنې شوي د روحي سلامتیا په برخه کې روغتیايي خدمتونو ته هم اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ څلور ورځې وړاندې په یو راپور کې ویلي و چې د ننګرهار په ولایت کې ۴۰۰ کورنۍ، لغمان ولایت کې ۲۷۷ کورنۍ او د کونړ په ولایت کې ۵۰ کورنۍ په وروستیو طبیعي پیښو کې زیانمنې شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې افغانستان د نړۍ په هغو شپږو هیوادونو کې شامل دی چې د اقلیم د بدلون د سختو اغیزو سره مخ دی او د اقلیم د بدلون څخه د زیږیدلو پیښو پر وړاندې هیڅ ډول چمتوالی هم نلري.

ملګرو ملتونو ویلي چې یوازې په روان ۲۰۲۴ کال کې ۱۴۵ زره کسان د سختو بارانونو اوسیلابونو څخه زیانمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې سږکال د افغانستان ۳۳ ولایتونه د طبیعي پیښو شاهدان وواو طبیعي پیښې ددې سبب شوي چې په دغه هیواد کې بشري مرستو ته د خلکو اړتیا نورې هم زیاتې شي.

ملګرو ملتونو ویلي چې بشري مرستو ته د افغانانو اړتیاوې په داسې حال کې زیاتې شوي چې دا اداره په افغانستان کې د خپلو بشري پروګرامونو د دوام لپاره د بودیجې د کمښت سره مخ ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې د ۲۰۲۴ کال لپاره په افغانستان کې یې د خپلو پروګرامونو د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې څخه د ۳.۰۶ میلیاردو ډالرو غوښتل شوې بودیجې څخه تراوسه یې یوازې ۷۲۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي چې د غوښتل شوې بودیجې د څلورمې برخې څخه هم کمه بودیجه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG