د بنو په برید کې د پاکستان اته سرتېري وژل شوي

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې امنیتي ځواکونو یې یو ترهګریز برید شنډ کړی.

د پاکستان پوځ وايي چې د خیبرپښتونخوا په بنو کې د پوځ په یو مرکز باندې په موټر بمب او وسله وال برید کې یې اته سرتېري وژل شوي دي.

برید تېره ورځ دوشنبه جولاۍ ۱۵ (چنګاښ۲۵) وشو او د پاکستاني طالبانو اړوندې یوې ډلې یې مسئولیت اخیستی دی. د پاکستان پوځ په یو بیان کې ویلي دي چې په برید کې لس ترهګر هم وژل شوي دي.

په بیان کې ویل شوي دي چې پوځ د ترهګرو برید شنډ کړی دی. بریدګرو له چاودېدونکو توکو څخه خپل ډک موټر چاوڼۍ نته نژدې الوځولی او بیا څو ساعته یې جګړه کړې وه.

د پوځ په بیان کې د وژل شویو پاکستاني سرتېرو نومونه «نایب صوبیدار محمد شهزاد، حوالدار ظل حسین، سپاهي ارسلان اسلم، د ایف سي لانس ناییک سبز علي، سپاهي امتیاز خان، حوالدار شهزاد احمد، سپاهي اشفاق حسین خان او سپاهي سبحان مجید» ښودل شوي.

مقاماتو تېره ورځ ویلي وو چې په دغه برید کې ۱۲ تنه نور سرتېري ژوبل شوي دي.

په سیمه کې پولیس مقامات او عیني شاهدان وايي چې چاودنه دومره زوروه وه چې ورڅېرمه یې د ولسي خلکو کورونه یې هم زیانمن کړي او شپږ ولسي خلک یې ژوبل کړي دي.

امنیتي مقاماتو امریکا غږ ته ویلي دي چې پاکستاني سرتېرو بریدګر ډېر ژر د ودانۍ په یوې برخې کې اېسار کړل او ویې وژل.

د پاکستاني طالبانو سره تړلې یوې وسله والې ډلې د دغه برید مسئولیت اخیستی دی. رسنیو د دغعې ډلې نوم «د حافظ ګل بهادر» ډله یاده کړې ده. تر دې مخکې په پاکستان کې د دا ډول بریدونو مسئولیت د پاکستان تحریک طالبان، داعش او ځینو نورو وسله والو ډلو اخیستی دی.

تر دغې پېښې یوه ورځ مخکې نامعلومه موټر سایکل سپرو په نوښار کې په خبریال حسن زیب برید کړی دی.

د هغه ورور انور زیب ویلي دي چې ورور یې په برید کې ژوبل شو او روغتون ته په لاره مړ شو.

انور زیب ویلي دي چې له چا سره یې کومه شخصي دښمني نه وه. لا کومې ډلې او شخص د دغه برید مسئولیت نه دی منلی.

پولیسو ویلي دي چې د امنیتي کیمرو ویدیوګانې یې تر لاسه کړي چې برید کوونکي په کې ښکاري. وايي د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.

د امریکا غږ ډیوې د راپور په اساس، په روان کال کې په پاکستان کې شپږ خبریالان او د مطبوعاتو کارکوونکي په بریدونو کې وژل شوي دي.

پاکستان د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو لپاره د خطرناکو هېوادونو په لست کې شامل دی.

د دغه راپور معلومات د امریکا غږ د انګلیسي او ډ یوې څانګې څخه اخیستل شوي.