د لاس رسي وړ اتصالات

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې څلور هندي سرتیري وژل شوي


آرشیف
آرشیف

هندي چارواکي وایي چې د جمو او کشمیر په ایالت کې د وسله والو سره په جګړې کې څلور هندي سرتیري وژل شوي او لږ تر لږه شپږ نور ټپي شویدي.

په سیمې کې د پولیسو یو جګپوړي افسر دوشنبه جولای اتمه ( چنګاښ ۱۸) د نوم نه ښودلو په شرط مطبوعاتو ته وویل چې جګړه هغه وخت پیل شوه چې وسله والو د پوځ د موټرو ته د جمو د مالهار په سیمې کې کمین نیولی و .

دا په تیرو دوو ورځو کې پدې جنجالي سیمې کې په هندي سرتیرو د وسله والو دویم برید و.
پولیسو ویلي چې تیره ورځ یکشنبه جولای اوومه دوه هندي سرتیري او شپږ مشکوک وسله وال په دوو جلا جګړو کې د کولګام ولسوالۍ په کلیو کې ووژل شول.

د هند پوځ ندي ویلي چې وسله وال د کومې ډلې غړي و خو د کالونو راهیسې پدې سمیې کې وسله وال د هند څخه خپلواکۍ اخیستو او یا پاکستان سره یو ځای کیدو په خاطر جنګیږي.

پدې جګړو کې چې د ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې روانې دي، لسګونه زره یاغیان، پوځي سرتيري او عام خلک وژل شویدي.

هند او پاکستان دواړه د کشیمر مالیکت ادعا لري او د ۱۹۴۷ کال راهیسې چې دواړه یې آزاد شوي، درې ځله یې د همدې سیمې پر سر جګړه کړیده.

د همدې تیرې جون په میاشت کې هم وسله والو د هندو مذهب پیروانو په یو بس موټر چې د یو زیارت څخه بیرته خپلو سیمو ته ستیندل، په لار کې برید وکړ نهه تنه یې ووژل او لسګونه نور یې ټپي کړل.

په ۱۹۴۷ کې له بریتانیا څخه د هند او پاکستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو سره، کشمیر د دواړو هیوادونو ترمنځ ووېشل شو. د کشمیر د هغه مهال هندو مهاراجا له هند سره د یوځای کېدو پریکړه کړې وه.

په پیل کې نوي ډیلي په کشمیر کې یوازې پر بهرنیو چارو، اسعارو او مخابراتو کنټرول درلود، خو د لسیزو په اوږدو کې، د سیمې د هند پلوه مشرانو همکارۍ د نوي ډیلي د حاکمیت پراختیا ته لاره هواره کړه.

له نیم میلیون څخه ډیر هندي سرتیري په سیمه کې د ۱۹۸۹ کال راهیسې د پیل شوي بغاوت د کنټرول لپاره ځای په ځای شوي دي.

هند پر پاکستان تور لګوي چې له وسله والو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي او وايي چې یوازې د کشمیر د خپلواکۍ د حق لپاره د مبارزې ملاتړ کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG