د لاس رسي وړ اتصالات

د کشمیر په انتخاباتو کې د مودي د مخالفت تمه کیږي


هندي‌ کشمیر کې د رایې ورکولو یو مرکز
هندي‌ کشمیر کې د رایې ورکولو یو مرکز

د هند د شپږو اوونیو عمومي ټاکنو په لړ کې د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۳ (غوايي ۲۴) په هندي کشمیر کې په داسې حال کې انتخابات پیل شول چې تمه کیږي رایه ورکوونکي د صدراعظم نرندرا مودي د هغه پرېکړې مخالفت وکړي چې د کشمیر نیمه خودمختاري یې لغوه کړه.

مودي د هند په ډیرو برخو کې وړاندې بلل کیږي او تمه کیږي چې د هغه هندو ملتپال بهارتیا جنتا ګوند (بي جې پي) په غوڅ اکثریت دغه انتخابات چې د راتلونکې میاشتې په پیل کې پای ته رسیږي، وګټي.

خو په ۲۰۱۹ کې د مودي د حکومت دې پریکړې چې کشمیر تر خپل مستقیم حاکمیت لاندې راولي، کشمیریان په قهر کړي دي. دا د ۲۰۱۹ راهیسې په هندي کشمیر کې لومړنۍ عمومي ټاکنې دي.

د کشمیر د پخواني اعلی وزیر عمر عبدالله په مشرۍ د ملي کنفرانس ګوند د کشمیر د نیمه خودمختارۍ د بیرته ترلاسه کولو دپاره مبارزه کوي.

عمر عبدالله فرانس پرس ته وویل: "هغه څه چې موږ اوس رایې ورکوونکو ته وایو دا دي چې تاسو باید خپل غږ پورته کړئ. موږ غواړو چې زموږ خلک واضح کړي چې دا پرېکړه ورته د منلو وړ نده."

کشمیر په ۱۹۴۷ کال کې د هند او پاکستان د خپلواکۍ راهیسې ددغو دوو هېوادونو تر منځ وېشل شوی دی. دواړه د ټول کشمیر د ملکیت ادعا کوي او ددې دپاره یې دوه ځله جګړه کړې ده.

د هند د واکمنۍ مخالفو یاغیانو له ۱۹۸۹ کال راهیسې د نوي ډیلي تر کنټرول لاندې سرحدي سیمو کې په وسله واله مبارزه پیل کړی. اورپکو د خپلواکۍ او یا له پاکستان سره د یوځای کېدو غوښتنه کړې ده.

هند پر پاکستان تور لګوي چې د یاغیانو ملاتړ کوي، خو اسلام اباد دا تورونه رد کړي دي.

د څو لسیزو په جګړو کې په لسګونو زره سرتیري، یاغیان او ملکي وګړي وژل شوي دي.

پنځه کاله وړاندې د هند د مستقیم حاکمیت لاندې له راتلو راهیسې په هندي کشمیر کې تاوتریخوالی کم شوی خو سیمه ایز سیاسي مشرانو په ډله ایز ډول نیول شوي او د ممکنه لاریونونو د مخنیوي لپاره په سیمه کې مخابراتي شبکې وخت په وخت بندې شوي دي.

د مودي حکومت وايي چې د کشمیر د نیمه خودمختارۍ لغوه کولو "سوله او پرمختګ" راوستی دی او ادعا کوي چې کشمیریان له دې اقدام څخه ملاتړ کوي.

د مودي ګوند د ۱۹۹۶ راهیسې، د کارپوهانو په باور، د پراخې ماتې له ویرې په کشمیر کې هیڅ کاندید نه دی نومولی.

سیاسي شنونکي او تاریخپوه صدیق وحید وايي، که بي جې پي کوم کاندید ټاکلی هم وای، نو "واضح ده چې ماتې به یې خوړلې وای." هغه زیاته کړه چې کشمیریان روانو ټاکنو ته د د مودي د پالیسیو په اړه د "ټولپوښتنې" په سترګه ګوري.

بي جې پي له رایې ورکونکو غوښتي چې د دې پرځای د نویو رامنځته شويو هغو کوچنیو ګوندونو ملاتړ وکړي چې په عمومي توګه د مودي د پالیسیو ملاتړ کوي.

خو تمه کیږي چې رایه ورکوونکي په کشمیر کې د دوو تازه تاسیس شویو ګوندونو له جملې څخه د یو ملاتړ وکړي. دغه دواړه ګوندونه غوښتنه کوي چې د مودي حکومت د کشمیر د نیمه خودمختارۍ د لغوه کولو پرېکړه بیرته واخلي.

په هند کې له ۹۶۸ میلیونو څخه زیات خلک د رایې ورکولو وړ دي او ټولو خلکو ته د رایې ورکولو د اسانتیا د برابرولو او لوجستیکي فشارونو د کولو په خاطر د انتخاباتو دپاره د شپږو اوونیو موده ټاکل شوې ده.

روانې ټاکنې د جون په لومړۍ نیټه پاتی ته رسیږي او پایلې یې له هغه درې ورځې وروسته اعلانیږي. اټکل کیږي چې ددغو ټاکنو په نتیجه کې مودي د دریمې پنځه کلنې دورې دپاره واک ته ورسیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG