د غزې عامې روغتیا وزارت: په ښوونځي باندې د اسرائیل برید کې ۳۰ تنه وژل شوي

د غزې عامې روغتیا وزارت ویلي چې په برید کې څه د پاسه ۱۰۰ تنه ټپي شوي هم دي.

د غزې عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي د اسرائیل په یو هوایي برید کې چې د دې تړانګې په مرکزي برخې کې په یو ښوونځي شوی، لږ تر لږه ۳۰ تنه پکې وژل شویدي.

دې وزارت ندي ویلي چې وژل شوي کسان څوک و، خو د اسرائیل پوځ ویلي چې په برید کې د حماس د قوماندې مرکز په نښه شوی و.

برید د غزې په دیر البلاح په سیمې کې په ښوونځي باندې شوی چې د جګړې له کبله بې ځایه شویو خلکو پکې پنا اخیستې ده.

د عامې روغتیا وزارت او د حماس حکومت ویلی چې په برید کې څه د پاسه ۱۰۰ تنه ټپي شوي هم دي.

ها خوا د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي چې د خدیجه ښوونځي کې دننه یې د حماس د قوماندې مرکز ویشتی او دا یې هم ویلي چې لدې ښوونځي د وسلو د ذخیره کولو او سرتیرو باندې له برید کولو څخه کار اخیستل کیده.

پوځ همدارنګه ویلي چې له برید وړاندې یې عامو خلکو ته خبرداری ورکړی و.

تر دې وړاندې هم د اسرائیل پوځ په ملکي تاسیساتو باندې بریدونو کې د حماس ډله پړه بللې وه او دا تور یې پرې لګولی چې دا ډله د ملکیانو ګڼ میشتې سیمې کې فعالیت کوي او په ښوونځیو، روغتونونو او نورو ملکي ځایونو کې ځانونه پټوي خو د حماس ډلې دا تورونه رد کړیدي.

د فلسطین چارواکو همدارنګه ویلي چې د شنبې په ورځ د خان یونس ښارګوټي کې د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۴ فلسطینیان وژل شوي خو دا یې ندي ویلي چې وژل شوي عام خلک که د حماس غړي و.

د اسرائیل پوځ په یوې اعلامیې کې ویلي له فلسطینیانو یې غوښتي چې په موقتي توګه د غزې په جنوب کې د خان یونس له سیمې ووځي او د المواسي سیمې ته دې ولاړ شي تر څو دوي وکړی شي هلته عملیات وکړي.

د ملګرو ملتونو چارواکي په اسرائیل تور لګوي چې په غزې کې د حماس پر ضد جګړې کې د "له اندازې ډیرې" قوې څخه کار اخلي او پدې کې ناکام شوي چې د ملکیانو لپاره خوندي ځای برابر کړي خو اسرائیل دا تورونه رد کړیدي.

د حماس ډلې د تېرکال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرائیل بریدونه وکړل، مقامات وايي په دغو بریدونو کې ۱۱۹۷ اسرائیلیان وژل شوي چې اکثریت یې ولسي خلک دي او ۲۵۰ تنه نور یې یرغمل کړل.

د حماس له بریدونو څخه وروسته، اسرائیل په غزې باندې پوځي عملیات پیل کړل چې د حماس تر کنترول لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي په روانې جګړې کې څه باندې ۳۹۰۰۰ کسان وژل شوي چې اکثریت یې ملکیان دي.