په سوریه کې د بشارالاسد د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د اتو عربي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې په ورځ ډسمبر ۱۴ (لیندۍ ۲۴) په اردن کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې په ملاتړ په سوریه کې د واک د سولهییز او ټولشموله انتقال غوښتنه وکړه.
د اردن، عراق، سعودي عربستان، مصر، لبنان، متحده عربي اماراتو، بحرین او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو د اردن د سرې بحیرې په عقبه بندر کې له خبرو وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی په سوریه کې په سولهییزه توګه د واک د انتقال له یو داسې بهیر څخه ملاتړ کوي چې په کې "ټول سیاسي او ټولنیز اړخونه ګډون ولري".
د بشار الاسد ضد ځواکونه چې مشري یې د اسلامپالې ډلې هیات التحریر الشام کوي د یکشنبې په ورځ د دمشق په نیولو سره د اسد د اوږدې مودې واکمني نسکوره کړه.
په سوریه کې د یاغي وسلهوالو لخوا جوړ شوي انتقالي دولت ټینګار کړی چې د سوریې د ټولو وګړو حقونه او همداشان د قانون له حاکمیت څخه به ساتنه وشي.
د اردن د عقبې په غونډه کې د عربي هېوادونو د ټولنې د مشر احمد ابوالغیط په ګډون د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې د امنیت شورا د ۲۲۵۴ پریکړه لیک له اصولو سره سم باید ملګري ملتونه او عربي ټولنه د سوریې له سیاسي بهیر څخه ملاتړ وکړي او د خبرو اترو د پیل لپاره د لارې نقشه جوړه کړي.
دغو عربي دیپلوماتانو همداشان د سوریې د خلکو په توافق سره د یو انتقالي قانون له جوړولو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ چې له مخې یې د ملګرو ملتونو تر نظارت لاندې په سوریه کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو عملی کولو ته زمینه برابره شي.
دوی همداشان په سوریه کې د "هر ډول توکمیز، فرقهيي یا مذهبي تبعیض" په وړاندې د ودرېدو خبرداری ورکړ او د "ټولو وګړو لپاره یې د عدالت او مساوي حقونو" غوښتنه وکړه.
د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې په سوریه کې د ګډوډیو د مخنیوي لپاره د دولتي بنسټونو پر ساتنې او دغه راز د سوریې، سیمې او نړۍ د امنیت د خوندیتوب لپاره له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې په ترسره کولو ټینګار شوی دی.
دوی همداشان پر سوریې باندې د اسرائيل وروستي بریدونه چې په کې مهم نظامي تاسیسات په نښه شول وغندل او له سوریې څخه یې د اسرائيلي ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.
اردن د سوریې په اړه د خبرو لپاره د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې ترڅنګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو د لوړ پوړو چارواکو کوربه هم و.