د پښتنو قامي جرګې ته غبرګونونه

د پښتون د ژغورنې د غورځنګ په نوښت د خیبرپښتونخوا ایالت کې په پاکستان کې د میشتو پښتنو قومونو په جرګې کې یو زیات شمیر ښځو هم ګډون کړی دی.

د پښتون د ژغورنې د غورځنګ په نوښت د خیبرپښتونخوا ایالت د خیبر د ریګي للمه سیمه کې پاکستان کې د میشتو پښتنو قومونو جرګې ته په افغانستان کې د طالبانو د یو شمیرچارواکو په ګډون په ځینو بهرنیو هیوادونو کې میشتو افغان سیاسیونو هم پراخه غبرګونونه ښودلي چې تر ډیره په دغو غبرګونونو کې په جرګه کې د ښځو د ګډون د ستاینې ترڅنګ د جرګې د بریالیتوب هیله شوې ده.

د پښتون ژغورنې د غورځنګ په نوښت دې جرګې ته د پاکستان د۶۰ پښتون میشتو ولسوالیو څخه په زرګونو کسان د جمعې په ورځ اکتوبر ۱۱ ( تلې ۲۰) د جرګې ځای کې راټول شوي وو، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د پښتنو د قامي جرګې غونډې د شنبې په ورځ پیل شوې.

دغې جرګې ته په افغانستان کې د طالبانو د ځينو چارواکو په ګډون ځینو نورو هیوادونو کې هم افغان سیاسي مشرانو او فعالانو غبرګونونه ښودلې دي.

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په اسلام باد کې د طالبانو سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددې جرګې په اړه لیکلي: "د خیبر لویه جرګه د ظلم په وړاندې د مظلومانو د فریاد د هیلو راټوکیدلو نوې پړاو دی، د مظلومو ګډونوالو د خبرو څخه معلومیږي چې هلته د فریاد مرجع عادلانه نه وه، او د ظلم په وړاندې تر تحمل پرته بله چاره نه لیدل کیده، په دې هیله چې خپل موخو ته ورسیږي."

همداشان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ریاست یو چارواکي جواد څارګر هم ددغې جرګې په اړه ویلي چې منظور پښتون او د فرضي کرښې [ډیورنډ کرښې] هغې خواته پښتانه زمونږ قوم دی.

هغه د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي : "په وینه، په دین، او په جغرافیه سره شریکان یو، هېڅ مسلمان یې د مظلومیت څخه انکار نشي کولی. په دې هم پوهېږو چې ربړول کېږي، وژل کېږي، بې پته کېږي، ترور کېږي، بندیان کېږي. دا هم واضح ده چې محکوم دي، اقتصادي منابع یې غصب شوي، معیشت یې خراب دی."

هغه ویلي: "ښه نو چې په دې ټولو پوهېږو ولې خاموش یو؟ ولې یې غږ نه بدرګه کوو؟"

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې لیکلي: "ځکه چې دا ماډل مبارزه د نړۍ په تاریخ کې ناکامه ده، په دنیا کې هېڅ یو سیاسي جریان په زنده باد او مرده باد خپل حق ندی اخستی، د دې ظلمونو څخه د نجات یوازینۍ لار انقلاب دی."

د افغانستان د پخواني جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه په دغه جرګه کې د ښځو د ګډون له امله د پښتون ژغورنې غورڅنګ مشرانو ته مبارکي ورکړې ده.

هغه ویلي چې په دې جرګه کې د ښځو ګډون په دې معنی دی چې پښتانه وروسته پاتې او د ښځو ځپوونکي نه دي او پښتانه چې د طالبانو په څیر د غیر متمدنې ټولنې په توګه معرفي شوي پي ټي اېم دا انګیرنه ناسمه ثابته کړه.

هغه ویلي دي "دویم د طالبانو نیابتې پروژه له اوږدې مودې راهیسې افغانانو او نړۍ ته د یو حقیقت په توګه وړاندې شوې ده. پي ټي ام دغه جعلې او توطیه امیزه حقیقت له منځه یوړ. هغوی د پښتنو یو بدیل حقیقت په وړاندې کولو سره، چې پیژندل شوی مولوي پرته د شخړې د ښځو سره د جرګې په ځمکه باندې کښیني. دا هم په دې معنی دی چې پي ټي ام د شریعیت انځور ته بشري بڼه ورکړه چې د هبت الله [طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده] بانډ" لخوا ورته خورا زیان رسول شوی دی.

امرالله صالح ویلي چې دا جرګه په افغانستان کې قومي ډلو ته دا پیغام هم له ځان سره لري چې د طالبانو کرکټر له منځه وړلو لپاره راپورته شي، چپه یې کړي او د خپلو میرمنو پر وړاندې د طالبانو د چلند پر وړاندې راپورته شي. همداشان امرالله صالح د خبیرپښتونخوا په ایالت کې د پښتون قامي جرګه کې د تورې او ټوپک نشتون هم ستایلې او ویلي دي چې په دې جرګه کې د وینو د بهیدلو په ملاتړ شعارونه هم نشته دی.

هغه ویلي: "ماته دا ډیره په زړه پورې ده چې زما ورور منظور پښتین کوم دسمال په غاړه کړی هغه د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو د خلکو د علامې په توګه پيزندل کیږي".

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر او د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا هم دې جرګې ته په غبرګون کې دا جرګه تر ظلم لاندې د خلکو یوه ډیموکراتیکه ننداره بللې ده.

سپنتا د ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا جرګه د چارواکو په فرمان نه ده جوړه شوې، د ښځو او نارینه ‌وو د عدالت غوښتنې پر بنسټ جوړه شوې چې د دې جرګې پرېکړې د ملاتړ وړ دي. د سپنتا په باور، د افغانستان خلک کولی شي چې له دې ولسي حرکت څخه زده‌ کړې وکړي.

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخیل هم د خپل ایکس په پاڼه لیکلي چې د خیبر جرګې یوه لویه خوش قسمتي دا ده چې د ګڼو ګوندونو ، اقشارو او فکرونو خلک پکې راټول شوي دي.

‏هغه ویلي: "د سپیڅلتیا څرک یې له دې ښکاري چې وږي، تږي او غریب خلک ورته په تڼاکو پښو راغلي دي. دا ټول اوصاف ښيي چې دا کم نظیره جرګه خالص ولسي رنګ لري، د مظلومو ولسونو د حقونو غوښتونکې ده او ان شاءالله چې خپل دې سپیڅلي هدف ته به رسیږي. هیله ده هر هغه څوک چې د مظلومانو د ملاتړ جذبه لري، دا جرګه د خپل توان مطابق حمایه کړي."

همداشان په تیر جمهوري رژيم کې په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانیو سفیرانو محمد عمر داودزي، حضرت عمر زاخیلوال اونجیب الله علي خیل هم ددغې جرګې د جوړیدو څخه خپل ملاتړ په جلا جلا پیغامونو کې څرګند کړی دی.

د پخواني رژیم د سوداګرۍ د وزارت مرستیالې مقدسه یورش هم د ایکس په پاڼه لیکي چې په دې جرګه کې د ښځو په ګډون هڅول شوې ده. میرمن یورش ویلي چې په پاکستان کې د پښتنو دغې جرګې د پښتنو قوم پيژندلو ته یو نوی مخ ورکړی دی. دا سې یو مخ چې د ښځې له خوا یې مشري کیږي او د سړو له خوا یې هم مشري منل کیږي.

لیلا فروغ محمدی په نوم یوې افغان مدني فعالې هم په دې جرګه کې د پښتنو ښځو ګډون د جنست پر بنسټ د برابرۍ په برخه کې نه یوازې دا یو ستر ګام یاد کړی، بلکې په مهمو پریکړو کې د ښځو په ګډون باندې په سیمه کې ټینګار بللی او سنتي ټولنو کې د ښځو د غږ د پیاوړي کیدو لپاره یې یو هیله لرونکی ګام بللی دی.

د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو ددې جرګې د جوړیدو په اړه ویلي چې دا جرګه په پاکستان کې د میشتو پښتنو مسله ده او باید چې پښتانه یې ددغه هیواد د نورو قومونو سره په ګډه خپلو ستونزو ته د حل لارې ولټوي او افغانان په کې مداخله ونکړي.