افغان بڼوال: د پاکستان د لارې بندېدو د انګورو نرخ نیم په نیمه ټیټ کړی

افغانستان کې د انګورو حاصلات

افغان بڼوال وايي چې سږکال یې د انګورو حاصلات زیات دي، خو شکایت کوي چې د محصولاتو پر مخ یې د پاکستان له لورې د لارو تړل کېدو د انګورو قیمتونه نیم په نیمه ټیټ کړي دي.

دغه بڼوال وايي د پاکستان برسېره اوزبیکستان ته هم د محصولاتو د لیږدولو په برخه کې پر لاره ستونزې شته.

بڼوال عبدالباري امریکا غږ ته وویل: "سږکال الحمدالله حاصلات ښه دي، خو د پاکستان د لارو بندولو او د سالنګ پر لار چې کار شروع دی له اوزبیکستان سره هم ستونزه پېښه شوېده. تېر کال د انګورو خروار به ۲۰ زره وو، خو سږکال ۹ یا ۱۰ زره نرخ لري."

د انګورو بڼوال له طالبانو د ستونزې د حل غوښتنه کوي، خو بل لور ته دا هم وايي چې افغانستان ته د پاکستاني محصولاتو راتګ د دوی د مېوو پر بازارمنفي اغېز کړی دی.

د انګورو بل بڼوال عبدالواحد وویل: "زموږ غوښتنه له طالبانو دا ده چې د پاکستان سره یو نتیجې ته ورسیږي. یو قدم دي ور مخته سي او یو قدم هغوئ، بل خو چې دا پاکستانۍ مېوې افغانستان ته راځي، بېله شکه چې زموږ پر بازار تاثیر لري."

افغان بڼوال وايي چې سږکال یې د انګورو حاصلات زیات دي.

نژدې ۴۰ ورځې کیږي چې د افغان سوداګرو د لویو موټرانو پر مخ د تورخم ترانزیتي لاره بنده ده، چې لا هم طالبان ندي توانېدلې چې له پاکستان حکومت سره دا ستونزه حل کړي.

بل لور ته سیاسي شنونکي د طالبانو دیپلوماسي ته د شک په سترګه ګوري. دغه شنونکي زیاتوي چې د پاکستان سره په سوداګریزو برخو کې ورته عمل اړین دي.

د سیاسي چارو شنونکي امریکا غږ ته وویل: "که طالبان په رشتیا د پاکستان سره کوم جوړجاړی نلري، باید له دیپلوماتیکو چینلونو دا ستونزه حل کړي، که طالبان رشتیا ځانونه خپلواک ګڼي، بیا نو د بالمثل عمل اړتیا ده او پر پاکستان هم لارې بندي کړي ځکه دا د دو هیوادونو تر منځ معامله ده."

دا مطلب هم ولولئ د افغانستان او پاکستان ترمینځ پر سوداګرۍ د پاکستان نوي محدودیتونه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر له امریکا غږ سره منلې چې د لارې د بندېدو په سبب د دواړو لوریو سوداګرو ته په سلګونو میلونه ډالره زیان اوښتی.

د پاکستان له لوري په داسې حال کې هر کال د افغان سوداګرو پر مخ ترانزیتي لار تړل کیږي، چې ددې دو هیوادونو تر منځ د ترانزیتي سوداګرۍ (APTTA) په نوم قرارداد هم په ۲۰۱۰ کال کې لاسلیک شوی چې له مخې به یې د تګ راتګ پر مهال د دواړو هیوادونو سوداګرو ته اسانتیاوي جوړیږي.