د لاس رسي وړ اتصالات

د انګورو د صادراتو پر وړاندې ننګونو بڼوال زیانمن کړي 


د انګورو د صادراتو پر وړاندې ننګونو بڼوال زیانمن کړي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

د کندهار ولایت د انګورو بڼوال او د تازه میوو سوداګر وایي، چې د دوی د انګورو د صادراتو پر وړاندې پاکستاني اړخ یو ځل بیا خپلې دروازی تړلي دي چې له دې کبله بڼوال د سختو تاوانونو او ننګونو سره مخ دي.

ددوی په خبره، د افغانستان د میوو د رسېدو سره سم هر کال پاکستان خپلې دروازې د افغان تازه میوو د صادراتو پر وړاندې بندوي چې له کبله یې افغان بڼوال او سوداګر زیانمن کیږي.

ددغه ولایت یو تن بڼوال، نور محمد وایې: " بهر ته د انګورو صادرات لږ شوي او دې کار یې پر بیه هم منفي اغېز کړی. دا مهال ۸ کیلو انګور په پنځوس افغانۍ پلورل کیږي".

نوموړی زیاتوي چې پاکستان د افغان تازه مېوو لپاره غوره مارکېټ دی، خو له یاد هیواد سره د لارو بندیدو او د پاکستان له لوري پر افغان میوو لوړ مالیات سږ کال د انګورو تجارت زیانمن کړی.‌ په کندهار کې تر انارو وروسته د انګور لوی باغونه شته چې د دې ولایت په اقتصاد کې خاص ځای لري. همدارنګه په دې وروستیو کلونو کې، د کوکنارو پر کښت د طالبانو لخوا بندیز، کروندګر او بڼوال دې ته اړ کړي چې یوازې پر قانوني محصولاتو تمرکز وکړي، خو د دې محصولاتو لپاره د مناسب بازار نشتوالی کروندګر او بڼوال دواړه اندیښمن کړي دي.

XS
SM
MD
LG