طالبانو د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ وروستی راپور "ناسم" بللی او نړیوال سازمانونه یې د "واقعیتونو" درک کولو او د "رغنده دریځ" غوره کولو ته هڅولي دي.
ریچارډ بنیټ د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت یو ټکان ورکوونکی انځور وړاندې کړ. هغه وويل: "د تبعيض، جلاکولو، انساني کرامت ته د سپکاوي او د ښځو او نجونو د حذف کولو او د هغه اړوند خطرونه بايد د انسانيت وجدان ته ټکان ورکړي."
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد، د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹ (غبرګولي ۳۰) د ایکس په شبکې کې په یو پیغام کې د بنیټ په رپوټ سخته نیوکه کړې ده. مجاهد لیکلي دي: "د ملګروملتونو ځینو غړو او په ځانګړي ډول د ریچارډ بینټ راپور د دوحې د راتلونکي ناستې په درشل کې د اذهانو د خرابولو هڅه ده."
مجاهد همداشان ادعا کړې چې په ملګرو ملتونو کې ځینې " عُقديي اشخاص" هڅه کوي چې له افغانستان څخه "ناسم تصویر" وړاندې کړي او د هغه په وینا "لوی پرمختګونه د څو محدودو موضوعاتو تر شعاع لاندې راولي."
ټاکل شوې د دوحې غونډه د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه په قطر کې د ملګرو ملتونو په کوربه توب د افغانستان په چارو کې د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شي. دا ځل به پدې غونډه کې د طالبانو استازي هم ګډون وکړي.
پدې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند فرحان حق د سه شنبې په ورځ جون ۱۸ (غبرګولي ۲۹) د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "ښه، زه یوازې دا ټینګار کول غواړم چې موږ د هغوی [طالبانو] سره د افغانستان په صحنه کې د واکمنو مقاماتو په توګه چلند کوو. له هغوی سره د [افغانستان] په رسمیت پیژندل شوي حکومت په توګه چلند نه کیږي."
مجاهد په ایکس ټولنیزه شبکه په یو بل پیغام کې د طالبانو له حکومت سره د نړیوالې ټولنې د "مثبت او رغنده تعامل" غوښتنه کړې او لیکلي یې دي: "د فشار او دسیسو هڅې لا هم ناکامیږي، دوام او تکرار یې د ناکامه تجربو بیا بیا آزمویل دي. هیله ده چې نور واقعیتونه درک شي او رغنده دريځ ونیول شي."
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته، طالبانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر حقونو مخ په زیاتیدونکي محدودیتونه ولګول او هغوی یې له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو، د کار له حق او نورو مدني، سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو څخه یې محرومې کړې.
د نړیوال مشروعیت او رسمیت د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو د حکومت له مبارزې سره سره تراوسه هیڅ هیواد د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په جوړیدو چې د افغانستان ټول قومونه او اقلیتونه په کې ګډون ولري او همدارنګه د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته په پوره درناوي ټینګار کړی او دا یې د طالبانو سره د هر ډول سیاسي تعامل لپاره یو شرط بللی دی.