د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو دپلومات: هیله من یو چې 'اسلامي امارت' طالبان به د دوحې درېیمې غونډې کې ګډون وکړي


 په اسلام آباد کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما د ارتباطي دفتر مشر مالک سیزي
په اسلام آباد کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یوناما د ارتباطي دفتر مشر مالک سیزي

د ملګرو ملتونو یو دیپلومات په افغانستان کې طالبان وهڅول چې د قطر په پاتخت دوحې کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو لخوا په بلل شوې غونډې کې برخه واخلي.

مالک سیزي چې په اسلام آباد کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما د ارتباطي دفتر مشر دی، د افغانستان او پاکستان د مذهبي مشرانو یوې غیر رسمي غونډې ته په وینا کې وویل چې په اوکراین او غزې کې د جګړې له کبله د نړیوالې ټولنې توجه د افغانستان څخه اوښتې او ټینګار یې وکړ که طالبان د دوحې په غونډې کې ګډون وکړي، د نړۍ پام به بیا افغانستان ته را واوړي.

ښاغلي سیزي سه شنبه جون ۱۱ (غبرګولي ۲۲) په اسلام آباد کې د امنیتي مطالعاتو او څیړنو په خپلواک مرکز کې غونډې ته وویل ملګري ملتونه نغواړي چې نړۍ افغانستان هیر کړي.

د ملګرو ملتونو دې جګپوړي دیپلومات پخپلو خبرو کې زیاته کړه، "مونږ هیله مند یو چې په اوس وخت کې به اسلامي امارت خپل استازي دوحې ته واستوي چې د نړیوالې ټولنې سره په ګټوره او موثره توګه تعامل وکړي".

ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د یو شمیر هیوادونو د ځانګړو استازو دوه ورځنۍ غونډه چې ملګري ملتونه یې کوربانه دي، د روانې جون میاشتې په ۳۰ په قطر کې پيل شي.

ملګري ملتونه وایي د غونډې هدف د طالبانو او نړیوالې ټولنې تر منځ د تعامل ډیروالی دی.

ښاغلي سیزي پدې غونډې کې وویل چې د طالبانو لخوا د میرمنو په کار او تعلیم محدودیتونه او د ټولشموله حکومت نشتوالی هغه څه دي چې لا هم د دې ډلې د مشروعیت په هکله پوښتنې پیدا کوي.

د ملګرو ملتونو دې چارواکي زیاته کړه چې د طالبانو مشران پدې پوهیږي چې د همدې پورته دلایلو له کبله یې نړۍ په رسمیت نه پیژني.

مالک سیزي چې پخپله هم مسلمان دی، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت دا نظریه وغندله چې وایي د میرمنو سره چال چلند یې د شریعت سره برابر دي.

هغه پدې هکله وویل، "اسلام هیڅکله نه وایي چې میرمنې باید ښوونځې ته ولاړې نشي او اسلام هیڅکله ندي ویلي چې میرمنې باید کار ونکړي. په کوم ډول اسلام او قران کې داسې ویل شویدي؟"

ښاغلي سیزي همدارنګه وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي یا یوناما د ټولو افغانانو سره په ګډه کار کوي چې پراخ بنسټ حکومت جوړ کړي چې ټول پکې شامل وي.

د طالبانو د حکومت اکثریت غړي پښتانه دي. د ملګرو ملتونو دې چارواکي وویل داسې حکومت جوړیدو لپاره کار کوي چې ټول افغانان احساس وکړي د حکومت او هیواد سره تړلي دي.

سره لدې چې ښاغلي سیزي وویل طالبانو په افغانستان کې یو شمیر میرمنو ته د پاسپورټ، مهاجرت، روغتیايي خدماتو او کرنې پورې اړوندو ادارو کې کار کولو فرصتونه ورکړي خو زیاتوي چې د طالبانو لخوا میرمنو ته دا ورکړل شوي امتیازات ځکه کمرنګه دي چې میرمنې او نجونې د کار او تعلیم اجازه نلري.

طالبانو د په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته پر ښځو او نجونو باندې پرله پسې محدودیتونه لګولي دي شاوخوا ۱۰۰۰ ورځې کیږي چې طالبانو په افغانستان کې د لومړنۍ ډورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیر لګولی او نږدې یو نیم کال کیږي چې د پوهنتونو دروازې یې د ښځو او نجونو پرمخ تړلي دي.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

طالبانو حکومت د نجونو او ښځو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د پرانیستلو په اړه د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د پرله بسې غوښتونو سره سره تراوسه ښځو او نجونو ته د زده کړو او کار اجازه نه ده ورکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG