په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د چهارشنبې په ورځ جون ۱۹(جوزا۳۰) د خپلې شپږ پنځوسمې غونډې دوېیم بحث پیل کړی، افغان میرمني وايي چې دوی له دغې غونډې ډیرې هیلې او تمې لري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک د سه شنبې په ورځ ددغې شورا ۵۶ غونډه د خپل راپور په وړاندې کولو سره پرانیستله. همدې غونډې ته افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیټ هم د افغانستان د بشري وضعیت په اړه خپل راپور وړاندې کړ. د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو ګڼ شمیر فعالانو د ښاغلي بنیټ دغه راپور ستایلی دی.
خو د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې ددې شورا د روانو غونډو په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې ددې غونډې څخه یې تمه داده چې افغانستان په اړه د بشري حقونو په اړند مسلو د بحث سربیره د بشري حقونو د خوندیوب او ساتلو په باب هم پریکړې وشي.
همداشان دغې شبکې ویلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا څخه یې تمه داده چې په افغانستان کې د جنسیت پربنسټ تبعیض ته جنايي بڼه ورکړي او ورسره مبارزه د دغې شورا د مهمو پریکړو په سر کې ځای ولري.
په دې اعلامیه کې ویل شوي: "طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د ناقضینو په توګه په نړۍ کې د تروریستي اعمالو د ګواښوونکو او خطرناکو عاملینو په توګه پیژندل شوي، د لاحې نړیوالې محکمې ته دې معرفي شي او د خپلو جنایتونو پر وړاندې دې ځواب ویوونکي او محاکمه شي".
همداشان په افغانستان کې د یو مشروع او دیموکراتیک حکومت د رامنځ ته کولو لپاره د زمینې برابرول، د ښځو او ماشومانو د حقونو پیاوړي کیدل، د زده کړو پراختیا او د بشري حقونو د فرهنګ وده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ۵۶ غونډې څخه د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې په تمو کې شاملې مسلې دي.
د ارغواني شنبو د ورځو په نوم د معترضو افغان میرمنو د یوغورځنګ مشرې مریم معروف اروین امریکا غږ ته وویل چې شاوخوا درې کلنو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ددې روانې غونډې په څیر یو شمیر غونډې جوړې کړي دي، خو پایله یې د افغان میرمنو، نجونو، مذهبي او قومي اقلیتونو لا ځپل وو او د هرې ورځې په تیریدو په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی.
میرمن اروین وايي چې ددغسې غونډو مهمه پایله باید په افغانستان کې د بشري وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونو پورته کول اوسي.
میرمن اروین وویل: "هیله لرم چې ددغسې غونډو پایلې وکولای شي د طالبانو څخه د ملاتړ د پرې کیدو اوپه افغانستان کې د طالبانو په څیرد بشري حقونو ناقضین محکمې ته حاضرول چې متاسفانه دغه ډله یوه کوچنۍ پښیمانې هم ...نه لري".
د طالبانو سره د اړیکو د عادي کیدو مخنیوی او په نړیوالو غونډو کې ددغې ډلې د استازو ګډون مخنیوی، د ملګرو ملتونو له خوا د بشري حقونو ارزښتونو ته درناوی ددې غونډې څخه د میرمن اروین په غوښتنو کې شاملې مسلې دي.
د ښځو د حقونو یوې بلې فعالې ترنم سعیدي افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د سه شنبې د ورځې راپور ته په اشارې وویل چې ددې شورا پریکړې باید افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول ښځو او نجونو لپاره ګټې ولري.
میرمن سعیدي وویل: "ملګري ملتونه، د بشري حقونو شورا او د بشري حقونو نورې ادارې باید چې د افغانستان بشري حقونو وضعیت وڅاري او ارزونه یې وکړي او ددغه وضعیت د ښه کیدو لپاره جدي اقدامات ترسره کړي او هم باید په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ تبعیض په رسمیت وپیژني".
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ دغې شورا ته په خپل راپور کې وویل چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو سره ظلم په یو سیستماتیک عمل بدل شوی او نوموړی دې نتیجې ته رسیدلی چې دا وضعیت د بشریت ضد جنایت سره برابر دی.
هغه وویل: "په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی سخت دی، او زه دې نتیجې ته رسیدلی یم چې د جنسیت پر بنسټ دا تاوتریخوالی د بشریت ضد جرم ګڼل کیدای شي. په هغه مشورتي غونډو کې چې ما له قربانیانو په ځانګړي ډول له ښځو سره درلودې، دوی ټینګار وکړ چې د جنسیتي اپارتاید د دوی د تجربو د څرګندولو لپاره تر ټولو سمه اصطلاح ده او دوی غواړي چې د طالبانو دغه عمل د بشریت ضد جنایت په توګه په رسمیت وپېژندل شي."
په دې راپور کې ویل شوي چې طالبانو د ۲۰۲۳ کال د جون او د ۲۰۲۴ کال د مارچ د میاشتې ترمنځ ۵۲ فرمانونه صادر کړي چې په ترڅ کې یې په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه محدود شوي دي.
طالبان چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا واک ته رسیدلي د لومړنۍ دورې پورته دورو کې ښ،ونځي د نجونو پرمخ تړلي دي تیره اونۍ د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي څخه پورته ټولګیو کې د ښوونځیو د ټړلو څخه ۱۰۰۰ ورځې تیرې شوې. همداشان طالبانو او د نږدې د ۱۶ میاشتو راهیسې په پوهنتونونو کې هم نجونې او ښځې له زده کړو منع کړي دي.
د طالبانو حکومت د ملګروملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.
ملګروملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ژرترژره یې ددغو اقداماتو د لغوه کیدو غوښتنه کړې ده. طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ځان ژمن ګڼي او په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بندیز موقتي بڼه لري.
فورم \ دبحث خونه