د لاس رسي وړ اتصالات

 
جواد ظریف د ایران د ولسمشر د مرستیالۍ له دندې استعفا وکړه

جواد ظریف د ایران د ولسمشر د مرستیالۍ له دندې استعفا وکړه


جواد ظریف
جواد ظریف

د ایران رسنیو د دوشنبې په ورځ، مارچ درېیمه (کب ۱۳)، ویلي چې ددغه هېواد د ولسمشر مرستیال جواد ظریف له خپلې دندې استعفا کړې ده.

د ایرنا رسمي خبري اژانس ویلي چې "ولسمشر مسعود پزشکیان د ظریف د استعفا لیک ترلاسه کړی او تراوسه یې ځواب نه دی ورکړی."

ظریف د دوشنبې په ورځ په ایکس شبکه کې په خپل حساب کې لیکلي چې "په خپله او کورنۍ یې له ویروونکي توهین او ګواښونو سره مخامخ شوي او د خپل ۴۰ کلن خدمت تر ټولو ترخه دوره یې تجربه کړې ده."

ظریف زیاته کړې: " په حکومت باندې د فشار د لا زیاتېدو د مخنیوي لپاره، د قضائیې مشر وړاندیز کړی چې زه استعفا وکړم او ما سمدستي ومنله."

جواب ظریف تر دې وړاندې د منځلاري پخواني ولسمشر حسن روحاني په حکومت کې د بهرنیو چارو وزیر و.

د اسوشیتد پرس د راپور له مخې، د پزشکیان له حکومت څخه د جواد ظریف استعفا د سخت دریځو فشار بلل کیږي. ددغه راپور په اساس، د جواد ظریف استعفا له لویدیځ سره خبرو ته د ایران د غاړې ایښودلو څخه د تهران ګړندی شاتګ ګڼل کیږي، په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران بندیزونه سخت کړي دي.

ظریف د جولای په میاشت کې د ولسمشر د مرستیال په توګه کار پیل کړ او له هغه راهیسې د ایران د سخت دریځو واکمنو تر فشار لاندې بلل شوی دی. هغه له دې وړاندې هم یو ځل د ولسمشر د مرستیالۍ له دندې څخه د استعفا غوښتنه کړې وه.

د جواد ظریف د استعفا د خبر له خپرېدو یوه ورځ وړاندې، د ایران پارلمان ددغه هېواد د مالیې وزیر عبدالناصر همتي استیضاح کړ او بیا یې سلب اعتماد کړ. همتي چې د ایران ولسمشرۍ ته یې ځان کاندید کړی و، په دې وروستیو کې داسې اشاره ورکړې وه چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره مخامخ خبرو ته تیار دی.

ظریف د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ د منځلاري ولسمشر حسن روحاني په اداره کې د بهرنیو چارو وزیر و. هغه په ۲۰۱۵ کې له نړیوالې ټولنې سره د ایران د اتومي تړون د لاسلیک کېدو له کبله مشهور دی.

له دغه تړون څخه درې کاله وروسته، متحده ایالات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې، له تړون څخه ووت او پر ایران یې سخت بندیزونه له سره ولګول.

ددې راپور معلومات له اسوشیتد پرس او فرانس پرس اژانسونو څخه اخیستل شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG