د لاس رسي وړ اتصالات

جواد ظریف د ایران د ولسمشر د مرستیالۍ دندې ته ستون شوی


محمد جواد ظریف
محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو پخواني وزیر محمد جواد ظریف سه شنبې اګست ۲۷ (وږي شپږمه) اعلان وکړ چې د ولسمشر مسعود پزشکیان د مرستیال په توګه خپلې دندې ته بیرته ستون شوی دی.

پزشکیان د اګست په لومړۍ نېټه د ستراتیژیکو چارو لپاره ظریف د خپل مرستیال په توګه وټاکه، خو ظریف له دوو اونیو وروسته، د ۱۹ کسیزې کابینې جوړولو څخه د ناخوښۍ له امله استعفا وکړه.

ظریف همدارنګه ویلي چې له دې کبله له فشار سره مخامخ دی چې ماشومان یې د متحده ایالاتو دوه ګونی تابعیت لري.

په ایران کې محافظه کارانو د مرستیال په توګه د ظریف د ټاکلو له کبله په پزشکیان نیوکه کړې ده. جواد ظریف له نړیوالو قدرتونو سره په ۲۰۱۵ کال کې د ایران د اتومي موافقې په خبرو کې د مهم رول لوبولو له کبله په نړیواله کچه پیژندل شوی دی.

ظریف په ایکس شبکه کې په یو بیان کې ولیکل: "د ولسمشر سره د خبرو او سلا مشورو وروسته، د هغه د لیکلي فرمان له مخې به زه د ستراتیژیکو چارو د مرستیال په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړم."

ظریف په دغه بیان کې د نوې جوړې شوې کابینې ستاینه کړې ده. هغه د سه شنبې په ورځ د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌يي سره د نوې کابینې په لومړۍ غونډه کې ګډون کړی و.

تېره اوونۍ د ایران پارلمان د نوې کابینې ټولو غړو ته د باور رایه ورکړه. دا په تېرو دوو لسیزو کې لومړی ځل دی چې د یو ولسمشر لخوا نومول شوي ټول نوماند وزیران د پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کوي.

ظریف د منځلاري ولسمشر حسن روحاني په حکومت کې د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د ایران د بهرنیو چارو وزیر و. هغه همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د ایران استازیتوب کړی دی.

د ایران او لویدیځ ترمنځ د ۲۰۱۵ اتومي تړون درې کاله پس، وروسته له هغه لمنځه ولاړ چې متحده ایالات له دغه تړون څخه په یواړخیز ډول ووتل. دې تړون د ظریف د شهرت له زیاتېدو سره مرسته وکړه چې د ایران او لویدیځ ترمنځ د مذاکراتو لپاره یې لار هواره کړې وه.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG