د لاس رسي وړ اتصالات

د ایران جمهور رئیس خپله کابینه پارلمان ته معرفي کړه ؛ یوه میرمن هم پکې شته


د ایران په نوې کابینې کې د لومړي ځل لپاره یوه میرمن هم شامله شویده.
د ایران په نوې کابینې کې د لومړي ځل لپاره یوه میرمن هم شامله شویده.

د ایران نوي ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان یکشنبه اګست ۱۱ (زمري ۲۱) د باور رایې تر لاسه کولو لپاره د خپل حکومت د کابینې لیست پارلمان ته وړاندې کړ چې یوه میرمن هم پکې شته ده.

د دولتي مطبوعاتو په راپور کې ویل شوي چې په کابینې کې سید عباس عراقچي د بهرنیو چارو وزارت لپاره وړاندیز شوی.

ښاغلی عراقچي چې ۶۱ کاله عمر لري، د جاپان په ګډون یې په ګڼ شمیر هیوادونو کې د ایران د سفیر په توګه ماموریتونه کړي او په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ ځواکمنو هیوادونو سره د اټومي موافقې په مذاکراتو کې یې هم مهم نقش درلود.

دی همدارنګه د ایران د هغه پلاوي مشر و چې د څو غربي هیوادونو په منځګړتوب د واشنګټن سره په غیر مستقیمو مذاکراتو بوخت و چې دا تړون بیرته ژوندی کړي خو نتیجه یې ورنکړله او په ۲۰۲۱ کال کې د هغه پر ځای افراطي، علي باقري کاني وټاکل شو.

د عراقچي تر څنګ، د ایران جمهور رئیس پارلمان ته په وړاندیز شوې کابینې کې فرزانه صادق د سړکونو او ترانسپورت وزیرې په توګه نومولې ده او که چیرته ومنله شي، دا به د ایران د اسلامي جمهوریت په تاریخ کې دویمه میرمن وي چې د وزیرې په توګه ټاکل کیږي.

د ایران پخواني، سخت دریځ جمهور رئیس محمود احمدي نژاد په ۲۰۰۹ کال کې د لومړي ځل لپاره یوه میرمن د وزارت لپاره ټاکلې وه.

په ایران کې د جمهور رئیس واک محدود وي او د مهمو پالیسیو پریکړه روحاني مشر، علي خامنه اي کوي. هغه د وسله والو ځواکونو اعلی قوماندان دی او د قضایه قوې مشر هم ټاکي.

د پزشکیان وړاندیز سره سم به د ایران د استخباراتو پخوانی وزیر اسماعیل خاطب چې د ابراهیم رئیسي په وخت کې په همدې مقام کې و، بیا د همدې وزارت لپاره وړاندیز شویدی.

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف ویلی چې ټاکل شوې پارلیماني کمیسیون به د وړاندیز شوې کابینې په هکله د دوشنبې په ورځ ارزیابي پیل کاندي.

د ایران جمهور رئیس پداسې حال کې کابینه بدلوي چې په منځني ختیځ کې د جګړې پراخوالي اندیښنه ډیره شوې. ایران او په سیمې کې ګوډاګي ځواکونو یې هوډ څرګند کړی چې په تهران کې د حماس پخواني سیاسي مشر اسماعیل هنیه وژل کیدو بدل به اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG