ایران د شنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۹) د متحده ایالاتو له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې د خپلې لومړۍ دورې پر مهال پر تهران باندې د "اعظمي فشار" پر پالیسۍ له سره غور وکړي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې په ستراتیژیکو چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیال محمد جواد ظریف خبریالانو ته وویل: "ټرمپ باید وښيي چې تېر غلط سیاستونه نه تعقیبوي."
د ایران دغه تجربه کار دیپلومات چې له دې وړاندې یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کړې، په ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د متحده ایالاتو په ګډون د لویدیځو هېوادونو ترمنځ د اټومي تړون په لاسلیک کولو کې یې مرسته وکړه.
دا تړون په ۲۰۱۸ کال کې وروسته له هغې لغو شو چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا متحده ایالات په یو اړخیز ډول ترې ووتله او وروسته یې پر تهران بندیزونه ولګول.
تهران د متحده ایالاتو د دې اقدام په ځواب کې د تړون په اساس خپلې ژمنې لغو کړې او تر ۶۰ سلنې یې د یورانیم غني کولو ته دوام ورکړ چې د اټومي درجې څخه یوازې ۳۰ سلنه ټیټ دی.
تهران په پرله پسې ډول د لویدیځو هېوادونو هغه تورونه چې د اټومي وسلو د جوړولو هڅه کوي رد کړي دي.
ظریف د شنبې په ورځ وویل چې د ایران په اړه د ټرمپ سیاسي چلند د یورانیم د غني کولو په کچه کې د زیاتوالي لامل شوی.
ظریف وویل: "هغه (ټرمپ) باید پوه شوی وي چې د اعظمي فشار سیاست چې هغه پیل کړ د دې لامل شو چې د ایران د [یورانیمو] غني کولو کچه له ۳.۵ سلنې څخه ۶۰ سلنې ته ورسیږي."
ظریف زیاته کړه چې ټرمپ دې "اوس له ځان سره محاسبه وکړي او وویني چې د هغه پالیسي څه ګټې او زیانونه درلودل او ایا غواړي چې دې مضرې پالیسۍ ته دوام ورکړي او که بدله یې کړي".
ټرمپ په خپلې لومړۍ دوره کې د ایران د یو لوړپوړي قوماندان قاسم سلیماني د وژلو امر هم وکړ، چې د سپاه پاسداران د قدس ځوکونو د بهرني عملیاتو مشري یې کوله.
سلیماني د ۲۰۲۰ کال په جنوري کې د عراق په پایتخت بغداد کې د متحده ایالاتو په یو هوايي برید کې ووژل شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسمایل بقايي هم د پنجشنبې په ورځ پرته له دې چې د ټرمپ نوم واخلي وویل هیله لري چې منتخب ولسمشر سپینې ماڼۍ ته په بېرته راتګ سره واشنګټن ته اجازه ورکړي ترڅو پر "تېرو غلطو کړنلارو" بیا کتنه وکړي.
د متحده ایالاتو راتلونکي ولسمشر دونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې هغه " نه غواړي ایران ته زیان ورسوي".
ترمپ د رایې له ورکولو وروسته وویل: "زما شرایط دېر اسانه دي. دوی (ایران) اټومي وسلې نه شي درلودلی. زه غواړم چې دوی یو ډیر بریالی هېواد وي."
ټرمپ پر داسې مهال د متحده ایالاتو ټاکنې ګټلي دي چې ایران او اسرائیل پر یو بل مستقیم بریدونه کړي دي او په سیمه کې یې د شخړې د پراختیا ویره زیاته کړې ده.
اړوند
ډیر لوستل شوي
۱
فورم \ دبحث خونه