د ایران د جمهور رئیس مرستیال، جواد ظریف، د جنورۍ په ۲۲مه (سلواغې درېیمه) وویل، چې د ښځو لپاره د حجاب جبري قانون له دې امله په جدي توګه نه پلي کېږي، څو پر هغوی ټولنیز فشارونه کم شي.
په ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بریا وروسته، د ښځو لپاره د حجاب اغوستل اجباري شو.
ظریف، چې د 'نړیوال اقتصادي فورم' په غونډه کې یې خبرې کولې، وویل: "په تهران کې ښځې لیدل کېږي چې پرته له حجابه [ټیکري] ګرځي. که څه هم دا د حجاب قانون خلاف عمل دی، خو حکومت پرېکړه کړې چې پر ښځو هیڅ ډول فشار وانهچوي." هغه وویل دا ګام د ټولنیزو فشارونو د کمولو لپاره د ایران د ولسمشر، مسعود پزشکیان د ژمنو په اساس کیږي.
ظریف د ایران د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه د حکومت له تګلارو دفاع وکړه او زیاته یې کړه: "ایران د بشري حقونو د اصلاحاتو په برخه کې مهم ګامونه اخیستي دي. د لومړي ځل لپاره څلور ښځې د کابینې غړې شوي دي، چې دا په ملي پرېکړو کې ښځو ته د ونډې ورکولو په موخه زموږ ژمنه ښيي."
د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې د ایران حکومت د "عفاف او حجاب د ترویج له لارې د کورنۍ ملاتړ" قانون تصویب کړ. د دې قانون له مخې، هغه ښځې چې د حجاب اصول نه مراعتوي، له سزا او نقدي جریمې سره مخ کېږي. خو د ولسمشرۍ په ټاکنو تر بریا وروسته، مسعود پزشکیان د دې قانون په موادو نیوکه وکړ او ویې ویل چې په متن کې یې ګڼ 'ابهامات' موجود دي.
د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني د روانې میاشتې په پیل کې وویل، چې د 'عفاف او حجاب قانون' په ښه او غوره توګه د پلي کېدو په موخه ځنډول شوی دی.
یاده دې وي، چې په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په ۱۳مه وروسته له هغه پیل شول، چې ۲۲ کلنه ایرانۍ کردۍ مېرمن مهسا امیني د حجاب د نه مراعتولو له امله د ایران د "ګشت ارشاد" پولیسو ونیوله او د اخلاقي امنیت د پولیسو مرکز ته یې یوړه. څو ساعته وروسته، هغه د امبولانس په واسطه چې روغتیایي وضعیت یې جدي و، روغتون ته یوړل شوه او درې ورځې وروسته مړه شوه.
په دې مظاهرو کې سلګونه کسان، چې پکې د پولیسو غړي هم شامل وو، ووژل شول او زرګونه نور ونیول شول.
فورم \ دبحث خونه