د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې په ټاکنو کې د اردوغان د بري په اړه غبرګونونه


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان څه باندې شل کاله کیږي چې پدې هیواد کې واکمني لري.
د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان څه باندې شل کاله کیږي چې پدې هیواد کې واکمني لري.

وروسته تر هغه چې رجب طیب اردوغان یکشنبه مې ۲۸ (غبرګولي۷) په ترکیه کې د جمهوري ریاست دویم پړاو تاریخي انتخاباتو کې ګټونکی اعلان شو، د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو ورته مبارکې ویلې او د ګډ کار کولو ژمنه یې کړې.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس جو بایډن ښاغلي اردغان ته د انتخاباتو ګټلو مبارکۍ ویلو تر څنګ په ټویټر کي پرته لدې چې د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په هکله د تازه جنجالونو یادونه وکړي ولیکل، " د ناټو متحدینو په توګه دې ته سترګې په لار یم چې د دوه اړخیزو موضوعاتو او ګډو نړیوالو ستونزو په هکله په ګډه کار کولو ته دوام ورکړم."

په عین حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ښاغلي اردوغان ته د مبارکۍ تر څنګ ترکیه د ناټو " ارزښت لرونکی متحد او شریک" هیواد بللی. ښاغلي بلینکن په ټویټر کې لیکلي، " د هغه حکومت سره ګډ کار کولو ته سترګې په لار یم چې د ترکیې ولس ټاکلی."

رجب طیب اردوغان چې ۶۹ کاله عمر لري د انتخاباتو په تاریخي دویم پړاو کې خپل سیال کمال قلیچدار اوغلو ته د څلور فیصده رایو په توپیر ماتې ورکړه. دا په تیرو سلو کالونو کې د ترکیې لپاره تر ټولو تاریخي او عواقب لرونکي انتخابات ګڼل کېدل.

د واشنګټن او انقرې اړیکې پدې تیرو څو کالونو کې د څو موضوعاتو له کبله د آزمایښت سره مخ شوي.

په ترکیه کې د مخالفینو ځپل، په سوریه کې نظامي عملیات، د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین سره د رجب طیب اردوغان نږدې اړیکې او هغه هم په ګاونډي هیواد اوکراین د یرغل په ترڅ کې او د ناټو په سازمان کې د سویډن غړیتوب پر سر د انقرې مخالفت یو شمیر مهم موضوعات دي چې د ناټو د دې دواړو غړیو هیوادونو تر منځ اړیکې یې ستوزمنې کړي.

په همدې حال کې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین ښاغلي اردوغان ته د مبارکۍ ویلو تر څنګ ویلي چې د "انتخاباتو ګټل په ښکاره توګه ښیي چې د ترکیې ولس ستاسو ملاتړ کوي".

د کرملین په ویبسایټ کې د ښاغلي پوتین له قوله ښاغلي اردوغان ته په خطاب کې لیکل شوي، " پدې انتخاباتو کې ستاسو بری د هغه منطقي او ځانګړي کار کولو نتیجه ده چې د ترکیې جمهوریت د مشر په توګه تاسو کړی."

په ویبسایټ کې دا هم لیکل شوي چې د "دې انتخاباتو ګټل ښکاره نښه ده چې د دولتي حاکمیت قوي کولو او خپلواکې پالیسۍ تعقیب کولو لپاره د ترکیې ولس ستاسو د هڅو ملاتړ کوي".

همدارنګه اروپایي اتحادیې او ناټو دوه هغه سازمانونه چې ښاغلي اردوغان څه موده وړاندې ورسره یو څه جنجال کړی و، هغه ته یې د بیا انتخاب کیدو مبارکې ورکړې.

د ناټو عمومي منشي ینز سټولټنبرګ په ټویټر کې د مبارکۍ تر څنګ ویلي دیته سترګې په لار دی چې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د ناټو غړیو هیوادونو د مشرانو غونډې لپاره په ګډه چمتوالی ونیسي.

بل پلو بیا د اروپایي اتحادیې د کمیسیون مشرې ارسولا وان ډیر لیان ښاغلي اردوغان ته د مبارکۍ ویلو سربیره ویلي چې د ترکیې –اروپا اړیکو رغولو لپاره د د ګډ کار کولو هیله لري.

XS
SM
MD
LG