د لاس رسي وړ اتصالات

اردوغان د ترکیې د جمهوري ریاست ټاکنې وګټلې- انادولو


په ترکیې کې د یکشنبې د ورځې مۍ ۲۸ (جوزا اوومه) په دویم دور تاریخي ټاکنو کې برحاله ولسمشر رجب طیب اردوغان ګټونکی اعلان شوی دی.

اردوغان هم وار د مخه خپل بری نمانځلی دی. هغه چې په استانبول کې یې خپلو پلویانو ته خبرې کولې وویل: «موږ به د راتلونکو پنځو کلونو لپاره دا هېواد رهبري کوو. که د خدای رضا وه، ستاسو د باور لایق به یو.»

کمال قلیچدار اوغلو ویلي دي چې په راتلونکو څو ساعتونو کې به د دویم پړاو ټاکنو په اړه وینا وکړي.

د ترکیې دولتي رسمي اژانس انادولو وايي چې رجب طیب اردوغان ټاګنې ګټلې دي. د ترکیې د انتخاباتو عالي کمېسیون وايي چې تر دې دمه ۷۵.۴۲ رایه شمېرل شوي دي.

د شمېرل شویو رایو په اساس، رجب طیب اردوغان۵۳.۴۱ او سیال کمال قلیچداراوغلو ۴۶.۵۹ سلنه رایې وړي دي.

د ترکیې رسمي دولتي اژانس [انادولو] وايي چې رجب طیب اردوغان ۵۲.۳ سلنه او سیال یې کمال قلیچداراوغلو ۴۷.۷ سلنه رایې ترلاسه کړي دي.

خو د اپوزیسون ډلې ته نژدې د «انکا» اژانس وايي چې د شمېرل شویو رایو په اساس، اردوغان ۵۱.۵ او قلیچداراوغلو ۴۸.۵ فیصده رایې وړي دي.

اردوغان د متلپاله ګوند او ځینو سیاسي ډلو ملاتړ او قلیچدار یې بیا په خلاف یو قوي ایتلاف رامنځ ته کړی و. د اردوغان سیاسي مخالفانو دغو انتخاباتو د «مرګ او ژوند» په سترګه ګوري او وایي چې دا یوازینۍ لاره چې ترکیه له مطلقه واکمنۍ څخه وژغورل شي.

په ورته وخت کې د ترکیې د ولسمشر پلویان سړکونو ته راووتل، د هېواد بیرغونه یې رپول او د بریا شعارونه یې ورکړل.

اردوغان پلويان په داسې حال کې د هغه بريا لمانځي چې د ترکيې د ټاکنو د کمېسيون له خوا د ټاکنو د دويم پړاو رسمي پايلې لا نه دي اعلان شوې.

د مبارکۍ پیغام

رجب طیب اردوغان نن په استانبول کې د خپلې وینا پر مهال وویل چې د اذربایجان، هنګري، لیبیا او قطر په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو هغه ته د مبارکۍ پیغامونه استولي دي.

د فلسطین او پاکستان مشرانو هم اردوغان ته د مبارکۍ پیغامونه لیږلي دي.

XS
SM
MD
LG