د لاس رسي وړ اتصالات

ډیوین براوو له مسلکي کرکټ څخه استعفا وکړه او د کلکتې لوبډلې روزونکی شو


۴۰ کلن براوو په انسټاګرام کې په یوه پیغام کې لیکلي، چې ذهن یې لا هم د لوبې غوښتونکی دی، خو بدن یې نور د درد او فشار زغملو توان نه لري.
۴۰ کلن براوو په انسټاګرام کې په یوه پیغام کې لیکلي، چې ذهن یې لا هم د لوبې غوښتونکی دی، خو بدن یې نور د درد او فشار زغملو توان نه لري.

د ویسټ انډیز د کرکټ پخواني الراونډور لوبغاړي، ډیوین براوو، له ۲۱ کلنې مسلکي لوبې وروسته، خپله استعفا اعلان کړه او د هند د غوره لیګ (آی‌پي‌ايل) د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره د روزونکي په توګه یو ځای شو.

۴۰ کلن براوو د روانې اونۍ په پیل کې د کارابین غوره لیګ پر مهال د ژوبل کېدو له امله له لوبو ووت.

بلخوا، د جمعې په ورځ، سپتمبر ۲۷مه (تلې ۶مه) په ټولنیزو رسنیو کې د هند د غوره لیګ (آی‌پي‌ايل) د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې سره د روزونکي په توګه د هغه د ټاکل کېدو خبر ورکړل شو.

براوو په انسټاګرام کې په یو پیغام کې لیکلي، چې ذهن یې لا هم د لوبې غوښتونکی دی، خو بدن یې نور د درد او فشار زغملو توان نه لري. هغه زیاته کړې: "نشم کولی ځان په داسې موقف کې وساتم چې د ټیم ملګري، مینه وال یا هغه لوبډلې چې زه یې استازیتوب کوم، ناهیلي کړم. له همدې امله، په رسمي ډول له کرکټ څخه خپله استعفا اعلانوم."

په ورته وخت کې د ویسټ اندیز کرکټ بورډ هم پر خپل ایکس پاڼې د براوو د استعفا د خبر د تایید ترڅنګ، لیکلي چې د کرکټ مینه وال به په لوبو کې د نوموړی تشه احساسوي.

براوو په شل اوریزه کرکټ کې د ۶۳۱ ویکټو په اخیستلو سره تر ټولو بریالی توپ اچونکی (بالر) دی. هغه د ویسټ انډیز لپاره ۴۰ ټیسټ، ۱۶۴ یو ورځنۍ، او ۹۱ شل اوریزې سیالۍ ترسره کړې او په ۲۰۱۶ کال کې یې د نړیوال شل اوریز جام په اتلولۍ کې هم مهم رول لوبولی و.

براوو د ۲۰۲۱ کال وروسته د چنای سوپر کینګز او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی و، او د نوموړي د روزنې په رهبري کې چنای سوپر کینګز په ۲۰۲۱ کال کې د آی‌پي‌ايل اتلولي وګټله. د هغه د روزنې مهارتونه په نړیواله کچه ستایل شوي او د لوبغاړو په پرمختګ کې یې اغېزناکه ونډه اخیستې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG