د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د ناګورنو-قره باغ له ځپل شویو سره څه باندې ۴ میلیون ډالر مرسته کوي 


لسګونه زره ارمنیان له ناګورنو-قره باغ څخه ارمنستان ته کوچېدلي
لسګونه زره ارمنیان له ناګورنو-قره باغ څخه ارمنستان ته کوچېدلي

امریکا وايي چې په ناګورنو-قره باغ کې د کړکیچ له کبله د ځپل شویو خلکو سره ۴.۱ میلیون ډالر مرسته کوي.

د متحدو ایالتونو د پراختیایي چارو ادارې (یوسایډ)د سه شنبې په ورځ نومبر ۲۱ (لړم۳۰) په یوې اعلامیې کې دا اعلان کړی دی.

د اذربایجان ځواکونو د سپتمبر په میاشت کې دا سیمه بیا ونیوله چې له کبله یې د ۱۲۰زره ارمنیانو څخه یې اکثریت په ډله ایز ډول ګاونډي ارمنستان ته وکوچېدل. دغلته د ارمني بیلتون غوښتونکو جوړه کړې واکمني هم ختمه شوه.

اذربایجان او ارمنستان دواړه د دغې غرنۍ سیمې د مالکیت دعوه لرې او دوه ځلې یې سختې جګړې هم کړې دي چې زرګونه کسان په کې وژل شوي دي.

یوسایډ وايي دا اضافي مرستې، چې مخکې یې په اړه خبر ورکړل شوی نه و، د ۷۴۰۰۰ بېځایه شویو او مهاجرو سره د مرستو د هڅو حمایت دی.

په همدې حال کې د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف په فرانسې تور لګولی چې ارمنستان ته د وسلو په ورکولو سره غواړي په جنوبي قفقاز کې یوه نوې جګړه پیل کړي.

علیوف همدغه راز ویلي چې فرانسه یوازې خپلې پخوانۍ او اوسنۍ مستعمرې نه بې ثباته کوي، بلکې «زموږ سیمه» هم بې ثباته کوي.

نوموړی داسې مهال فرانسه په سیمه کې د جګړو په پارولو تورنوي، چې تېره میاشت یې د ارمنستان څخه د فرانسې د حمایت له کبله د ارمنستان له صدراعظم سره پلان شوې خبرې ونکړې.

ټاکل شوې وه چې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون او د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د اروپايي ټولنې له مشر چارلس میشل سره یو ځای په دغو خبرو کې د منځګړیو په توګه ګډون وکړي.

فرانسې په رسمي ډول لا د اذربایجان د ولسمشر د څرګندونو اړه څه نه دي ویلي دي.

متحده ایالتونه داسې مهال د ناګورنو-قره باغ له بېځایه شویو او کډوالو سره د مرستو اعلان کړی دی،‌ چې څه موده مخکې د اذربایجان ولسمشر له ارمنستان سره د اړیکو د عادي کولو لپاره په واشنګټن کې په مذاکراتو کې ګډون ونکړ او متحده ایالات یې د "جانبدارانه" دریځ په لرلو تورن کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG