د عدالت لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې د جمعې په ورځ، نومبر۱۷ (لړم ۲۶مه) اذربایجان ته لارښوونه وکړه چې د ناګورنو قره باغ لانجمنې سیمې ته د خلکو خوندي ورستنیدو ته اجازه ورکړي.
دې محکمې ویلي، چې اذربایجان باید"په خوندي، بې له خنډه او ګړندۍ توګه" هغو کسانو ته اجازه ورکړي چې غواړي ناګورنو قره باغ ته ستانه شي.
اذربایجان د سپټمبر په میاشت کې د چټکو پوځي عملیاتو په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره له ارمنیانو څخه د قره باغ د غرنۍ سیمې بشپړ کنټرول ترلاسه کړ. تر دې عملیاتو یوه ورځ وروسته ارمني بېلتون غوښتونکو د روسیې د سوله ساتو ځواکونو په منځګړیتوب اوربند ته غاړه کېښوده او خپلې وسلې یې پر ځمکه کېښودې.
په قره باغ کې د اذربایجان په چټکې بریا سره، د قره باغ د غرنۍ سیمې د ۱۲۰ زره ارمنیانو له جملې څخه تر ۱۰۰زرو زیاتو یې خپل کورونه پریښودل او د څو ورځو په ترڅ کې ارمنستان ته کډوال شول.
بلخوا ارمنستان د عدالت لپاره د ملګرو ملتونو نړیوالې محکمې څخه د "موقتي اقداماتو" غوښتنه کړې ترڅو اذربایجان دې ته اړ کړي چې "د ناګورنو قره باغ څخه د پاتې توکمونو ارمنیانو د بې ځایه کولو" د اقدام مخه ونیسي.
خو د عدالت لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله محکمه چې د دولتونو ترمنځ د شخړو په اړه مقررات لري، او پریکړې یې په قانوني توګه د اجرا وړ وي، خو د پلي کولو واک یې نلري.
محکمې دا حکم هم کړی چې اذربایجان باید هر هغه چا ته اجازه ورکړي چې غواړي له یادې سیمې څخه ووځي او ددې ډاډ ورکړي چې هلته د پاتې خلکو پر وړاندې به"د زور او ګواښ څخه کار نه اخیستل کیږي."
د اکتوبر په میاشت کې د محکمې په جریان کې، دواړو خواوو د هغه څه په اړه لفظي شخړه وکړه چې ارمنستان د ناګورنو قره باغ د "قومي تصفیې" په توګه بیانوي.
د عدالت په نړیواله محکمه کې د ارمنستان استازی یقیشه کراکاسیان هغه مهال وویل:"که څه هم ارمنیان د زرګونو کلونو راهیسې د ناګورنو قره باغ د نفوسو اکثریت دي، خو په ناګورنو قره باغ کې تقریباً هیڅ ارمنیان نه دي پاتې."
هغه زیاته کړه: "که دا قومي تصفیه نه وي، نو نه پوهیږم چې څه به وي. "
نوموړي وویل، چې د عدالت نړیواله محکمه "لا هم وخت لري چې د ارمني لږکیو د جبري بې ځایه کیدو مخه ونیسي" او "د ډیر لږ شمیر ارمنیانو د خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه کړي چې په ناګورنو قره باغ کې پاتې دي."
د اذربایجان استازی النور ممدوف وویل، چې ارمنستان په پرله پسې توګه د قومي تصفیې تورونه تکراروي، چې دې ادعاو "خپله معنا له لاسه ورکړې ده."
هغه د قومي تصفیې تورونه "بې بسنټه" او "بشپړ بې ارزښته" ادعاګانې وبللې او ویې ویل چې دوی "د هغه څه واقعیت نه منعکس کوي چې په قره باغ کې پیښیږي. "
ممدوف زیاته کړه: "اذربایجان د قره باغ د ارمني توکمه ملکي وګړو په قومي تصفیه یا کوم برید کې ښکیل نه دی او نه به وي. "
باکو په وار وار ټینګار کړی، چې یادې سیمې ته د بیرته راستنیدو په موخه، ارمني توکمه ارمنیانو د هڅولي او دوی ته یې د خوندي تګ راتګ زمینه هم برابره کړې ده.
دې مسلې ته په کتو سره، د عدالت نړیوالې محکمې اذربایجان ته لارښونه کړی چې د هغو ژمنو په اړه چې د ارمنیانو د بېرته ستنېدو لپاره یې کړې دي، په اتو اونیو کې دغه محکمې ته خپل راپور وړاندې کړي.
په ورته وخت کې د قفقاز ددغو ګاونډیانو ترمنځ د سولې هراړخیزې موافقې ته د رسېدو لپاره د نړیوالو منځګړتوب خبرې اترې بې پایلې وې.
ارمنیان په عمومي توګه مسیحیان او اذربایجانیان په عمده توګه مسلمان دي چې د شوروي اتحاد له ړنګیدو راهیسې د ناګورنو قره باغ سیمې د کنټرول لپاره په جګړه بوخت دي او په ۱۹۹۰ لسیزه او ۲۰۲۰ کې یې دوه ځله سره جګړې کړي دي.
د ۲۰۲۰ کال په شپږ اوونیزه جګړه کې د دواړو غاړو د ۶۵۰۰ څخه زیاتو امنیتي ځواکونو د مرګ سبب شوه چې د مسکو په منځګړتوب او په سیمه کې د شاوخوا دوه زره روسي سوله ساتو ځواکونو په ځای پرځای کولو سره پای ته ورسېده.
قره باغ چې نفوس یې له ۱۲۰ زرو څخه زیات ارمنیان دي، په بشپړه توګه د اذربایجان په خاوره کې موقعیت لري او د نړیوالې ټولنې لخوا د اذربایجان د خاورې په توګه پیژندل شوی دی.
د دې مقالې په چمتو کولو کې د فرانس پرس خبري اژانس راپور کارول شوی دی.
فورم \ دبحث خونه