د لاس رسي وړ اتصالات

منځني ختیځ کې د شخړې زیاتېدل؛ د امریکا تر ټولو جګپوړی جنرال سیمې ته تللی


د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز، جنرال چارلز کیو بروان شنبه اګست ۲۴ ( وږې درییمه) پداسې حال کې په ناڅاپي سفر منځني ختیځ ته تللی چې په اسرائیل د ایران د برید کولو ګواښ له کبله په سیمې کې د جګړې پراخیدو اندیښنې پیدا شویدي.

ټاکل شوې چې د امریکا دا تر ټولو جګپوړی جنرال به د سیمې د هیوادونو له نظامي مشرانو سره د کړکیچ او تشنج د کموالي او مخنیوي لپاره په لارو چارو وغږیږي.

د پلان له مخې به جنرال بروان لومړی اردن ته ولاړ شي او تر هغې وروسته به مصر او اسرائیل ته هم سفر وکړي تر څو د نظامي مشرانو نظرونه واوري.

د ایران په پایتخت تهران کې د حماس د پخواني سیاسي مشر، اسماعیل هنیه او په لبنان کې د حزب الله یو جپګوړي قوماندان، فواد شُکري تر وژل کیدو وروسته ایراني چارواکو او سیمې کې ګوډاګي ځواکونو یې ګواښ کړی چې له اسرائیل به یې غچ اخلي.

د متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ ګڼ شمیر مشرانو له ایران غوښتي چې په اسرائیل له برید کولو دې تیر شي خو د ایران نوي ټاکل شوي جمهور رئیس مسعود پزشکیان ویلي چې د "تیري په مقابل" کې اقدام کول ددې هیواد حق دی.

جنرال بروان په اردن کې له ښکته کیدو وړاندې خبریالانو ته وویل که په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ د جګړې پای ته رسیدو لپاره اوربند وشي، په سیمې کې د کړکیچ په کمیدو کې هم مرسته کوي.

هغه سیمې ته د خپل سفر په هکله زیاته کړه، " د خپلو سیالانو سره خبرې کوم چې د کړکیچ ډیروالي مخنیوي لپاره څه شی کولی شو او دا چې د پراخې شخړې مخنیوي لپاره په ټولو مناسبو اقداماتو غږیږو".

متحده ایالاتو وار د مخه منځني ختیځ ته اضافي جنګي کښتۍ، جنګي جیټ الوتکې او په رهبري شویو توغندیو سمبال اوبتل استولی چې د پنټاګان چاروکو ویلي د اوبتل استولو هدف ایران ته پیغام ورکول دي.

د پنټاګان ویاند، تورن جنرال پاټ رایډر تیره اوونۍ په خبري کنفرانس کې وویل، "مونږ د پیغام استولو کوښښ کوو او هغه دا چې د وضعیت آرامول دي او دا چې د اسرائیل دفاع سره د ملاتړ او خپلو ځواکونو د خوندیتوب لپاره غواړو په سیمې کې وړتیاوې ولرو".

د متحده ایالاتو د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز بیا پرته لدې چې د ایران یا کوم بل هیواد یا ډلې نوم واخلي، د شنبې په ورځ یې وویل چې منځني ختیځ ته د اضافي نظامي تجهیزاتو استولو هدف د جګړې پراخیدو مخنیوي لپاره د " قوي پیغام" ورکول دي.

هغه زیاته کړه، " مونږ دا اضافي قابلیتونه د پراخې شخړې مخنیوي لپاره راوړل چې قوي پیغام واستوو او هم که چیرته زمونږ په ځواکونو برید کیږي، حفاظت یې وکړو".

د امریکا دې تر ټولو جګپوړي جنرال وړاندې وویل چې د امریکایي ځواکونو خوندیتوب مهم دي.

تر دې وړاندې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند، جان کربي په اسرائیل باندې د ایران د "ژر پیښدونکي" برید خبرداری ورکړی و.

ښاغلي کربي د ایران د احتمالي برید د جزیاتو په باره کې څه ونه ویل او ایراني چارواکو هم لا ندي ویلي چې په کومو اهدافو به برید کوي.

خو جنرال بروان وویل چې په سیمې کې امریکایي ځواکونه د "تیار سۍ" په حال کې دي، استخبارات او د ځواکونو خوځښتونه څاري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د همدې تیرې جمعې په ورځ د فرانسې او بریتانیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره په ټیلیفوني خبرو کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې غچ اخیستل ددې هیواد حق دی.

د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز زیاته کړه چې د اسرائیلي نظامي مشرانو سره به پدې وغږیږي چې د ایران او حزب الله د بریدونو په مقابل کې به څه ډول ځواب ووایي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG