د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ د غزې اوربند خبرو کې د پرمختګ خبر ورکړ


پداسې حال کې چې د غزې په تړانګې کې د اسرائیلي ځواکونو او حماس وسله والو تر منځ شدیده جګړه روانه ده، د سپینې ماڼۍ یو ویاند جمعه اګست ۲۳ (وږي دویمه) ویلي چې د غزې د اوربند په خبرو اترو کې پرمختګ شویدی.

د اوربند دا خبرې د مصر په پایتخت قاهرې کیږي چې د اسرائیل، متحده ایالاتو، مصر او قطر مرکچیان پکې برخه لري خو حماس پکې ګډون ندی کړی.

د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتو ادارې یا سي آی اې مشر بیل برنز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی بریت مک ګروک پدې خبرو کې د واشنګټن استازیتوب کوي.

د سپینې ماڼي د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په خبري کنفرانس کې وویل چې په دوحې کې د اوربند خبرې "ګټورې" دي او د حماس په ګډون له ټولو اړخونو یې وغوښتل چې د وړاندیز شوې موافقې د تطبیق کیدو لپاره دې په ګډه کار وکړي.

تر دې وړاندې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم ویلي و چې اسرائیلي چارواکو د اوربند نوې طرحه منلې وه او له حماس یې هم غوښتي و چې وې مني.

حماس په خبرو کې ګډون ندی کړی او تر دې وړاندې یې ویلي چې د اوربند لپاره دې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن لخوا د تیر کال د مې په میاشت کې اعلان شوې طرحه عملي شي.

د حماس ډلې ویلي و چې په نوې طرحې کې د اسرائیل تازه غوښتنې ورته د منلو نه دي.

حماس ویلي چې د اسرائیل صدراعظم په غزې کې د دایمي اوربند سره مخالفت کړی او دا یې هم نده منلې چې اسرائیلي ځواکونه به په بشپړه توګه له غزې وځي، او پدې هم ټینګار کوي چې د رفح بندر تر څنګ به د فیلادیلفي او نتساریم تګ راتګ لارې د دوي په قبضه کې وي.

خو بل پلو بیا بنیامین نیتنیاهو ویلي چې د حماس په ډلې باید فشار راوړل شي. د اسرائیل مشر ویلي چې د حماس ډله لا هم د "سرزورۍ" څخه کار اخلي او د هغه په قول چې په دوحې کې خبرو لپاره یې خپل استازي هم نه و استولي.

جان کربي د جمعې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې په قطر کې د اوربند خبرې به د اوونۍ تر پایه روانې وي او له حماس یې وغوښتل چې د اعتراض باوجود دې پدې خبرو کې ګډون وکړي.

کربي زیاته کړه، "مونږ (متحده ایالات) په قاهرې کې یو. هغوي ( اسرائیل) په قاهرې کې دي. مونږ له حماس غواړو چې برخه واخلي او د دې جزیاتو تر ټولو مهم جزیاتو باندې کار وکړو".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG