د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته د امریکا او جي – ۷ متحدینو خبرداری: روسیې ته د بالاستیک توغنیدو ورکولو پلان څخه تیر شئ


متحده ایالاتو او متحدینو یې جمعه مارچ ۱۵ (کب ۲۵) خبرداری ورکړ که ایران په اوکراین کې د جګړې کولو لپاره روسیې ته بالاستیک توغندي ورکړي، د لویدیځو هیوادونو ستر اقتصادي بندیزونه به پرې ولګول شي.

د جمهور رئیس جو بایډن اداره د څو میاشتو راهیسې خبرداري ورکوي چې روسیه د ایران څخه د لنډ واټن بالاستیک توغندي غواړي ځکه چې مسکو د دې وسلو د کمښت سره مخ دی او خپل سرتیرو ته یې په کافي اندازه نشي اکمالولی.

سره لدې چې متحده ایالاتو تر اوسه نده تائید کړې چې آیا ایران دا توغندي روسیې ته ورکړي که نه خو یو شمیر امریکایي چارواکو وروسته تر هغه اندیښنه څرګنده کړه چې ایراني چارواکو وویل د دې وسلو په هکله موافقه ژر کیدونکې ده.

د جو بایډن ادارې یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې روسیې ته د دې وسلو په غبرګون کې د ایران پر ضد یو اقدام چې د جي – ۷ هیوادونه پرې غور کوي، اروپایي هیوادونو ته د ایران ملي هوایي شرکت (Iran Air) د الوتکو پروازونه بند کړي.

دې چارواکي پدې هکله جزیات ورنکړل چې د ایران دې اقدام په ځواب کې به متحده ایالات پرې څه ډول بندیزونه ولګوي خو پدې یې ټینګار وکړ چې دا بندیزونه "د پام وړ اقدامات" وي.

د نړۍ اوو سترو اقتصادي هیوادونو (جي-۷) مشرانو په یوې اعلامیې کې ویلي که ایران روسیې ته بالاستیک توغندي او یا ددې توغندیو ټکنالوژي ورکړي، دوي "په همغږي توګه" چټک ځواب ویلو ته چمتو دي چي د ایران په خلاف د پام وړ اقدامات پکې شامل دي.

د لویدیځو هیوادونو دې خبرداریو او اندیښنو څرګندولو څخه وړاندې په ملګرو ملتونو کې د ایراني سیاسي استازولۍ تیره میاشت ویلي و چې د بالاستیک توغندیو په پلور هیڅ ډول قانوني بندیز نشته خو تر څنګ یې دا هم وویل چې ایران دا خپل "اخلاقي مسؤلیت بولي چې د اکراین – روسیې تر منځ جګړې کې د وسلو خپریدو څخه ډډه وکړي تر څو د جګړې لمن پراخه نشي".

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانیو ته د درناوي له مخې د وسلو په نه پلور عمل کوي.‌

متحده ایالاتو او اروپایې اتحادیې وار د مخه په ایران پراخ بندیزونه لګولي چې د دې هیواد افراد پکې شامل دي او د سوداګرۍ، مالي خدماتو، انرژۍ، ټکنالوژۍ او نورو سکټورونو ته یې هم د ایران لاسرسی بند کړی.

یوازې متحده ایالاتو د ایران په زرګونو افرادو او ادارو دومره پراخ بندیزونه لګولي چې د نړۍ په بل هیڅ کوم هیواد یې پدې اندازې بندیزونه ندي لګولي.

د سپینې ماڼۍ معلوماتو له مخې ایران د تیر کال سپټمبر په میاشت کې د روسیې د دفاع وزیر سرګې شویګو کوربه و تر څو د بالاستیک توغندیو بیلا بیل سیسټیمونه ورته وښیي.

د همدې ملاقات څخه وروسته متحده ایالات لا ډیر اندیښمن شول چې ښایي تهران او مسکو د وسلو په هکله موافقه وکړي.

سره لدې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا لخوا د ایران د ځینو توغندیو، بې پیلوټه یا ډرون الوتکو او ځینو ټکنالوژیو په صادرولو بندیز د تیر کال اکټوبر په میاشت کې پای ته ورسید خو متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیې د ایران د بالستیک توغندیو په پروګرام بندیزونه پخپل حال ساتلي دي ځکه داسې اندیښنې شته چې ایران ښایي دا توغندي په سیمې کې خپلو ګوډاګي ځواکونو ته ورکړي.‌

ایران په لومړي سر کې دا هم نه منله چې روسیې ته یې بې پیلوټه یا ډرون الوتکې ورکړي خو په اوکراین د روسیې د یرغل څخه څو میاشتې وروسته یې ومنله چې مسکو ته لږ شمیر دا ډول الوتکې ورکړیدي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر تیر کال د نومبر په میاشت کې د لومړي خل لپاره تائید کړه چې هیواد یې روسیې ته ډرون الوتکې ورکړي دي، خو نوموړي ټینګار وکړ چې دغه الوتکې پر اوکراین د روسیې له برید مخکې مسکو ته ورکړل شوي وې.

راپورونه وایي چې روسیې له دغو الوتکو څخه د اوکراین د انرژۍ په بنسټونو سربیره د ملکي اهدافو د ویشتلو لپاره کار اخیستی دی.

تر دې مخکې متحدو ایالتونو، بریټانیا او فرانسې د تیر کال اکتوبر په ۱۹ نیټه د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې روسیې ته د ایران د بې پیلوټه انفجاري ډرون الوتکو په لیږد اندیښنه څرګنده کړې وه.

له دې مخکې ایراني چارواکو د اوکراین د جګړې لپاره روسیې ته د وسلو ورکړه نه منله. د تیرې اوونۍ په پیل کې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني دا تورونه "بشپړ بې اساسه" وبلل او په جګړه کې یې د ایران په بې طرفي تینګار وکړ.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه یي د ډرون الوتکو موثریت ستایلی او د خطراتو په اړه یې د غربیانو خبرداری رد کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG