د لاس رسي وړ اتصالات

کانګرس د اوکراین او اسرائیل سره د میلیاردونو ډالرو مرستې په تصویبولو کار کوي


د امریکا په کانګرس کې یو شمېر جمهوري غوښتونکو غړو له اوکراین او اسرائیل سره د امریکا د مرستو په اړه اختلاف څرګند کړی.
د امریکا په کانګرس کې یو شمېر جمهوري غوښتونکو غړو له اوکراین او اسرائیل سره د امریکا د مرستو په اړه اختلاف څرګند کړی.

د متحدو ایالتونو د کانګرس غړي هڅه کوي چې د نوي کال د رخصتیو له پیل مخکې د اوکراین او اسرائیل سره د میلیاردونو ډالرو مرستو په اړه یوې هوکړي ته ورسیږي.

په وروستیو اونیو کې په کانګرس کې د یو شمېر جمهوري غوښتونکو غړو مخالفت د روسیې د یرغل په وړاندې له اوکراین سره د امریکا د مرستو د دوام په اړه پوښتنې پیدا کړي دي.

د امریکا په سنا کې د ډیموکراټانو مشر چک شومر وايي: "یو لږ شمیر جمهوري غوښتونکي په خطرناک ډول هڅه کوي چې په اوکراین او په غرب کې له دیموکراسۍ سره زموږ مرستې له یوې اساسي موضوع سره مرتبطي کړي چې تاریخ به یې په اړه موږ په یاد ولري."

سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د بودجې لپاره ۱۰۶ میلیارده ډالره غوښتي دي چې ۶۰ میلیارده د اوکراین او کابو ۱۴ میلیارده د اسرائیل سره مرسته هم پکې شامله ده.

په داسې حال کې چې اکثریت جمهوري غوښتونکي له دې مرستې ملاتړ کوي، خو هغوی یې په بدل کې د امریکا د سرحدونو د امنیت د پیاوړتیا دپاره د میلیاردونو ډالرو غوښتنه کوي.

د متحدو ایالتونو په سنا کې د جمهوري غوښتونکو مشر میچ مک‌کانل وويل: "ما تیره اوونۍ ولسمشر ته زنګ وواهه څو ډاډمن شم هغه پوه شوی تر هغه به هیڅ مرسته نه وي څو چې د جنوبي سرحد د ناوړه وضعیت د سمون لپاره اغیزناک ګامونه نه وي اوچت شوي."

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وایي د امریکا په کانګرس کې د مرستو تصویب او تائید یوه له هغو دریو مهمو بریاوو څخه ده چې اوکراین په نړیواله کچه اړتیا ورته لري. هغه وايي: "دا یوه ننګونه ده. دا ساده نه ده."

د امریکا د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي د اوکراین او اسرائیل دپاره د امریکا د پیشنهاد شویو مرستو په اړه وویل: "موږ دا ارقام له هوا څخه نه دي ترلاسه کړي، بلکې دا تر ډیره د هغه څه پر اساس دي چې زموږ شریکانو راته ویلي چې د راتلونکو میاشتو لپاره یې څه په کار دي. په دواړو مواردو کې، فرصت له لاسه په وتلو دی."

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن تازه د ناټو له عمومي منشي سره په ملاقات کې ویلي، په کانګرس کې له اوکراین سره د مرستو په اړه د اختلافاتو سره سره، ډاډمن دی چې واشنګټن به له یاد هیواد سره خپلې مرستې جاري وساتي.

له اوکراین سره د مرستو په اړه ډیر مخالفت د کانګرس د استازو په جرګه کې څرګند شوی چیرې چې جمهوري غوښتونکي اکثریت دي. خو د دې جرګې مشر مایک جانسن ډاډ څرګند کړی چې دا مرستې په تصویب شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG