د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو کې د امریکا سفیره: اسرائیل سره مو پوځي همکاري له اوکراین سره مرستې نه زیانمنوي 


جولیان سمیت په ناټو کې د متحدو ایالتونو سفیره ده
جولیان سمیت په ناټو کې د متحدو ایالتونو سفیره ده

په ناټو کې د متحدو ایالتونو سفیرې جولیان سمیت ویلي دي چې د حماس له بریدونو وروسته له اسرائیل سره پوځي مرستې به له اوکراین سره د امریکا په مرستو کوم اغیز ونکړي.

جولیان سمیت نن سه شنبه اکتوبر ۱۰ (میزان ۱۸) وویل: «د دې پوښتنې په اړه چې له اسرائیل سره د امریکا مرستې خو به له اوکراین سره د مرستو په بیه نه تمامېږي وویل چې «موږ په دې برخه کې د کوم لوی تغیر توقع» نکوو.

نوموړې زیاته کړه: «زما په ګمان متحده ایالتونه کولای شي چې د اسرائیل امنیت لپاره زموږ په ملګرتیا او ژمنتیا باندې تمرکز وکړي او په عین وخت کې د اوکراین د حمایت لپاره خپل تعهدات روان وساتو.»

د حماس ډلې له بریدونو وروسته امریکا له اسرائیل سره تازه پوځې مرستې وکړې او همدغه راز یې خپل سمندري ځواکونوح ته وویل چې د مدیترانې په بحیرې کې اسرائیل ته نژدې وخوځېږي.

دا مسائیل داسې مهال مخې ته راځي چې په کانګرس کې له اوکراین سره د مرتسو په اړه د جنجالونو له پیدا کېدو وروسته سپینې ماڼۍ کیف ته د وسلو د انتقال لپاره د یوې لارې د پیدا کولو هلې ځلې کوي.

د اوکراین نړیوال ملاتړي به سبا چهارشنبه په بروکسل کې سره راټولیږي، چې په ژمي کې د روسیې د ممکنه بریدونو د مخنیوي لپاره اوکراین ته د دافع هوا د سیستمونو په برابرولو خبرې وکړې.

جولیان سمیت وویل: «زما په باور تاکید به په هوايي دفاع او مهماتو وي، خو شک نشته چې اوکراینیان به له نورو غوښتنو سره هم راځي.»

په اوکراین باندې تېرکال د روسیې د یرغل له پیل راهېسې متحدو ایالتونو له کیف سره د ناټو د ټولو اروپايي غړو او کاناډا د مرستو په اندازه مرستې کړې دي.

د متحدو ایالتونو د امنیت شورا د ستراتېژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي هم له اوکراین سره د مرستو په دوام ټېنګار وکړ. هغه د اوکراین وروستیو پرمختګونو ته په اشارې سره وویل چې له دغه هېواد سره مرستې «حیاتي دي».

نوموړي زیاته کړه چې له اقتصادي او وړتیا له کبله دا توان لري چې د دواړه هېوادونو سره مرستې او همکاري وکړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG