د لاس رسي وړ اتصالات

دوحه کې افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د مشورتي غونډې د ګډوانوالو ترمنځ بحثونه پیل شوي


د دوحې غونډې ته د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې یو شمیر استازي هم بلل شوي دي
د دوحې غونډې ته د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې یو شمیر استازي هم بلل شوي دي

نن د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۸( سلواغې ۲۹) د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان د وضعیت د ارزولو په تړاو د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په کوربتوب د دوییمې مشورتي غونډې د ګډونوالو ترمنځ لیده کاته او خپل منځي بحثونه پیل شوي دي.

د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش په ګډون ددې غونډې اکثره ګډونوال غونډې ځای ته رسیدلي دي.

ټاکل شوې د یکشنبې د ورځې په وروستیو کې به افغانستان لپاره د شاوخوا ۲۵ هیوادونو ځانګړي استازي په یوه ګډه غونډه کې سره خبرې وکړي.

دې غونډې ته د افغانستان د ښځو او مدني ټولنې یو شمیر استازي هم بلل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د فبرورۍ ۱۷ (سلواغې ۲۸) په یوه اعلامیه کې وویل چې دوحې کې د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو له خوا په بلنه جوړیدونکي غونډې کې ګډون نه کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا ډله یوازې په هغه صورت کې پدې غونډې کې ګډون کوي چې د افغانستان د یوازیني رسمي استازي په توګه ومنل شي.

د وزارت په اعلامیې کې راغلي: " د بهرنیو چارو وزارت ملګرو ملتونو ته واضحه کړې چې که اسلامي امارت (طالبانو حکومت) د یواځیني مسؤول لوري په توګه د افغانستان په استازیتوب ګډون کوي او د دوحې ناسته کې د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو تر منځ په لوړه کچه پر ټولو مسایلو د واضحو خبرو زمینه برابره شي نو ګډون به ګټور وي خو پدې برخه کې د نه پرمختګ له امله د امارت (طالبانو) له خوا بې نتیجې ګډون ګټور ونه بلل شو".

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفان دوجاریک د جمعې په ورځ خبریالانو ته ددغې غونډې په هکله وویل چې د طالبانو سره د کتنې سربیره به د مدني ټولنې غړیو او د افغان میرمنو سره به هم ملاقاتونه وشي "ځکه مهمه ده چېد افغان میرمنو غږ په ښکاره او لوړه توګه واوریدل شي".

ټاکل شوې چې دا دوه ورځینۍ غونډه به د دوشنبې په ورځ هم دوام وکړي. ملګرو ملتونو ددغې غونډې د جوړیدو هدف چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک د سپارښتونو په اساس جوړیږي په دې اړه بحث کول ښودلي دي چې څنګه د افغانستان په اړه د خپلواک ارزونکي سپارښتونو ته د پاملرنې په ګډون په لا همغږۍ او رغنده ډول سره نړیواله بوختیا کې زیاتیدلی شي.

د ۲۰۲۱ کال راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي، تر اوسه د دې ډلې سرپرست حکومت هیڅ کوم هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول ویلي، چې که طالبان نړیوال مشروعیت ترلاسه کول غواړي ، باید د یو ټولشموله حکومت د جوړیدو په ګډون په افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو او مذهبي او قومي اقلیتونو حقونو ته درناوی وکړي. خو طالبانو تراوسه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته لا مثبت ځواب نه دی ویلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG