د لاس رسي وړ اتصالات

ملګرو ملتونو اوکراین سره د بشري مرستو دپاره ۴.۲ میلیارد ډالر غوښتي


لږ تر لږه ۶.۳ میلیونه اوکراینیان اروپا ته کډوال شوي. ملګري ملتونه وايي سږ کال ۱۴.۶ میلیونه په کور دننه او کډوال اوکراینیان بشري مرستو ته اړتیا لري.
لږ تر لږه ۶.۳ میلیونه اوکراینیان اروپا ته کډوال شوي. ملګري ملتونه وايي سږ کال ۱۴.۶ میلیونه په کور دننه او کډوال اوکراینیان بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۵ (مرغومي ۲۵) وویل چې اوکراین ته د بشري مرستو رسولو لپاره سږکال ۴.۲ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري او غوښتنه یې کړې چې که څه هم ډیر پام په غزه کې روان حالت ته اوښتی، د میلیونونو بې ځایه شويو اوکراینیانو وضعیت باید له پامه ونه غورځول شي.

روسیې د ۲۰۲۱ په فبروري کې پر اوکراین یرغل وکړ او له هغه راهیسې روانه جګړه دریم کال ته داخلیږي. ملګرو ملتونو ټینګار کړی چې د هغو میلیونونو اوکراینیانو ملاتړ جاري وساتل شي چې د جګړې له امله یې ژوند له کړاو سره مخامخ شوی دی.

ملګري ملتونه تمه لري چې په اوکراین کې ۸.۵ میلیونو خلکو او په ختیځه اروپا کې ۲.۳ میلیون کډوالو اوکراینیانو او د دوی کوربه ټولنو ته مرستې ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي مارتین ګریفیتس په ژنیو کې ددې پلان د اعلان پر مهال وویل: "مهرباني وکړئ اوکراین مه هیروئ، په داسې حال کې چې په نړۍ کې ډیری داسې نور ځایونه شته چې زموږ پام ځان ته اړوي."

ګریفیتس په غزې کې روانې جګړې ته په اشارې سره وویل چې په ۲۰۲۴ کال کې د بشري مرستو رسولو په خاطر "د تمویل لپاره غوښتنه به نوره هم زیاته شي."

هغه زیاته کړه چې اوکراینیان "ستاسو مرستې ته اړتیا لري، دوی ستاسو تمویل ته اړتیا لري... بشري مرستې د ژوند اساسي اړتیا ګرځېدلې چې له مرستو پرته ښايي خلک ژوند له لاسه ورکړي."

روسیې په وروستیو اونیو کې پر اوکراین خپلو هوايي بریدونو ته زور ورکړی دی او د خپل اقتصاد په بیا تنظیمولو او د وسلو په پیاوړي کولو سره داسې ګڼل کیږي چې مسکو یوې اوږدې جګړې ته تیاری نیسي.

ګریفیتس وویل: "وروستۍ میاشت د اوکراین د خلکو لپاره د لوی وحشت میاشت وه، جګړې زور اخیستی او د تل په څېر ګړندۍ او سخته روانه ده... دا پلان ددې انګیرنې پر بنسټ ولاړ دی چې ښايي جګړه به د ۲۰۲۴ تر پایه دوام ولري."

ملګري ملتونه وايي په اوکراین کې به سږ کال ۱۴.۶ میلیونه خلک، چې ددغه هېواد ۴۰ سلنه نفوس جوړوي، بشري مرستو ته اړتیا ولري او د ملګرو ملتونو د پلان له مخې، هڅه کیږي چې ۸.۵ میلیونو سختو اړمنو کسانو ته مرستې ورسوي.

ګریفیتس وویل ترټولو لوړ لومړیتوب یې هغه ۳.۳ میلیونه خلک دي چې په ختیځ او جنوبي اوکراین کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ژوند کوي.

هغه وویل: "په سلګونو زره ماشومان په هغو ټولنو کې ژوند کوي چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، وېرېدلي، ځورېدلي او له خپلو لومړنیو اړتیاوو بې برخې دي."

ګریفیتس او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي په جینوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر کې په ګډه دغه پلان اعلان کړ.

په اوکراین کې د جګړې د پیل راهیسې لږ تر لږه ۶.۳ میلیونه اوکراینیان اروپا ته کډوال شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پلان له مخې، ۱.۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده چې په لسو هېوادونو کې د شاوخوا ۲.۳ اړمنو اوکرایني کډوالو او هغوی د کوربه ټولنو سره مرسته وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG