د لاس رسي وړ اتصالات

خوشه يي مهماتو تېرکال په اوکراین کې ۹۱۶ تنه وژلي- راپور 


د خوشه يي مهماتو ایتلاف په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې تېرکال د روسیې خوشه يي مهماتو په اوکراین کې ۹۱۶ تنه وژلي دي. په پراخه کچه د دغو وسلو کارول منع دي.

دغه ایتلاف، چې د خوشه يي مهماتو او چاودیدونکو توکو استعمال څاري، ویلي دي چې په اوکراین باندې د روسیې له یرغل وروسته د دغه هېواد ځواکونو په لویه کچه زاړه او نوي خوشه يي مهمات استعمال کړي دي.

د دغه ایتلاف په راپور کې همدغه راز ویل شوي دي چې د اوکراین ځواکونو هم له دغو مهماتو څخه کار اخیستی دی، خو هومره ډېر نه.
په راپور کې ویل شوي دي چې د دغو مهماتو ټول قربانیان ولسي خلک دي. د بشري حقونو د څار ډلې یوې غړې ماري ویرهام په دغه راپور کې ویلي دي چې روسیې ځواکونو په میزایلو او توپخانه يي بریدونو کې دا خوشه يی مهمات کارولي دي.

ویرهام په ژینو کې خبریالانو ته وویل چې ښايي د اوکراین ملکي تلفات د دغو خوشه يي مهماتو له کبله وي.

د خوشه يي مهماتو ایتلاف ویلي دي چې د روسیې د خوشه یي مهماتو په بریدونو کې په اوکراین کې ۵۹۶ تنه نور ژوبل شوي هم دي.

د دغه راپور یو لیکونکي لورین پرسي ویلي دي چې د ۵۱ نورو بریدونو، چې تېرکال روسیې ځواکونو په کې خوشه يی مهمات کارولي، تلفات نه دي ثبت شوي.

خوشه يي مهمات او چاودیدونکي توکي‌ له الوتکي څخه هم غورځول کېدای شي او هم په توپخانه يي بریدونو کې کارول کېدای شي،‌ چې ځمکې ته تر رسېدو مخکې په هوا کې پاشل کېږي.

په دوی کې یې ځینې انفجار نکوي او کالونه کالونو په ځمکه کې پاتې وي او هر وخت چې فشار پرې راشي انفجار کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG