د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د اوکراین سره د ۲۵۰ میلیون ډالرو نویو نظامي مرستو اعلان وکړ


د متحده ایالاتو دفاع وزارت سه شنبه اګست ۲۹ (وږي ۷) د اوکراین سره د ۲۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د نویو نظامي مرستو اعلان وکړ چې د ماینونو پاکولو او خنډونو لیرې کولو وسایل هم پکې شامل دي.

د کیف ځواکونه چې د سږکال د اوړي په سر کې د روسي ځواکونو په خلاف د تعرضي برید کولو عملیات پیل کړي او غواړي د دې هیواد سیمې بیرته دهغوي څخه ونیسي، په ځمکه کې د ښخ شویو ماینونو پاکولو، خندقونو څخه تیریدو او د ټانکونو لپاره د خنډونو لیرې کولو په برخې کې د ستونزو سره مخ دي.


پنټاګان په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې نویو نظامي مرستو سره به د اوکراین سره مرسته وشي چې د جګړې په ډګر کې او د ولس ساتنې لپاره د روسیې پر ضد تعرضي عملیاتو کې برلاسي ولري.

په اعلامیې کې همدارنګه ویل شوي چې پدې نویو مرستو کې د هوایي دفاع توغندي، د توپ مرمۍ، د زغرې لرونکو موټرو ضد توغندي او د سپکو وسلو په میلونونو مرمۍ شاملې دي.

د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي په X شبکې کې د متحده ایالاتو څخه د نویو نظامي مرستو په خاطر مننه کړې.

ښاغلي زیلینسکي لیکلي، "زه د نویو دفاعي مرستو په خاطر د امریکا د ولس، کانګرس او په خصوصي توګه د جمهور رئیس جوسیف بایډن څخه مننه کوم. آزادي خوندیتوب ته اړتیا لري او دا خوندیتوب لا قوي کیدونکې ده".

د ۲۰۲۲ میلادي کال د فبروري میاشتې ۲۴ مې نیټې راپدیخوا چې روسیې پخپل ګاونډي اوکراین یرغل وکړ، متحده ایالاتو د کیف سره د څه باندې ۶۰ میلیارده ډالرو مرستو ژمنه کړې چې د ۴۳ میلیاردو څخه ډیرې دا مرستې یې نظامي دي.

د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي او دموکراتان دواړه یې د اوکراین سره د مرستو ملاتړ کوي خو دا چې په امریکا کې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخابات نږدې کیدونکي دي، د رای ورکوونکو لپاره ښایي د اوکراین سره مرستې چندانې مهمه موضوع نه وي.

پدې انتخاباتو کې کاندیدان هم د رای ورکوونکو د زړونو ګټلو لپاره یوازې د اوکراین سره په مرستو ډیر ټینګار نکوي.

د امریکا اقتصاد، روغتیایي خدمات، کډوالي، د سقط جنین حقوق او ځیني نور کورني موضوعات هغه څه دي چې امریکایي رای ورکوونکي ورته ډیر پام کوي او د همدې موضوعاتو له مخې د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره خپل د خوښې کاندید غوره کوي.

د انتخاباتو څارونکي پدې باور دی چې د جمهوري غوښتونکي ګوند کارګره طبقه د اوکراین د جګړې لګښتونو په هکله اندیښنه لري او د پخوا په څیر یې ملاتړ نکوي.

یوه نظر پوښتنه چې د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال په سر کې شوې وه، د هغو دموکراتانو شمیر چې د اوکراین سره د مرستو ملاتړ یې کاوه، د ۷۱ سلنې څخه ۶۳ سلنې ته راټیټ شوی ، پداسې حال کې د جمهوري غوښتونکو شمیر بیا د ۵۳ سلنې څخه ۳۹ سلنې ته راټیټ شوی و.

آن د کانګرس د استازو په مجلس کې لسګونو جمهوري غوښتونکو استازو او څو سناتورانو د اوکراین سره د نورو مرستو په هکله شک څرګند کړی او پدې هکله یې منفي رایې ورکړیدي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG